د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کراچۍ ځينو سيمو کې د شپې د وسله والو واک وي."


د کراچۍ رينجر ځواک يو مشکوک کس نيولی (پخوانی تصوير)
د کراچۍ رينجر ځواک يو مشکوک کس نيولی (پخوانی تصوير)

ظفرکریمي (کراچۍ): کراچۍ کې امنيتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د لټون په عملياتو کې ګڼ مشوک کسان نيولي او ځينې وسله وال يې وژلي. پولیس چارواکي دعوه کوي چې په منګوپیر، سلطان اباد، کواري کالونئ او پښتون اباد سیمو کې د امنیتي ځواکونو سره په مقابلو کې وژل شوي پنځه کسان د تحريک طالبان پاکستان غړي دي. د دوی په خبره درې طالبان يې په زخمي حالت کې نيولي دي.

د کراچۍ د پولیسو يو لوړ پوړي چارواکي شیراز نذیر تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وويل چې د امن پر ځای کولو لپاره يې په ځینو حساسو سيمو کې د لټون عملیات تیز او ډير کړي.

هغه زياته کړه: ((په جرمونو کې د ککړو زیاتره خلکو تعلق او نیټ ورک د اورنګي ټاون، بفرزون او د ښار په ليرې پرتو سیمو کې شتون لري. موږ په دې عملیاتو کې یو شمیر کسان نیولي او د نورو د نیولو لپاره عملیات دوام لري.))

د سي آیي ډي پولیسو یو چارواکي نن سهر مشال ریډیو ته ویلي وژل شوي کسانو کې بلال شاه، نثار سواتي او فخر الدین محسود په کراچۍ کې د وسله والو طالبانو له مهمو مشرانو څخه وو.

د دغه چارواکي په خبره شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د عملياتو وروسته د کراچۍ سهراب ګوټ، اورنګي ټاون، سایټ ټاون او لانډي ټاون کې په ۴۰ حساسو ځایونو کې د وسله والو لټون ډير شوي چې ورته د کراچۍ له نورو برخو څخه د تحريک طالبان پاکستان، لشکر جنګوي او نورو ډلو وسله وال ورغلي دي.

دکراچۍ په اکثره کچه ابادیو او د پښتنو په سیمو کې د تیارې د راتلو سره سم د وسله والو واک اختيار شروع شي. د ورځې دلته د حکومت واک وي او د شپې د وسله والو.

د کراچۍ د پښتون اباد سېمې یو هستوګن عبدالعلي نن ماسپخین مشال ریډیو ته وويل چې د تېرو دوو ورځو راهيسې امنیتي سرتیري د هر کور تالاشي اخلي او ځینې کسان د ځان سره بیایي.

هغه وويل: ((پښتون اباد ،منګوپیر او خواوشاه سېمو کې په دې ورستیو کې سخته بدامنۍ ده، هره ورځ پنځه شپږ کسان وژل کیږي. تراوسه پولیس هسې تماشه یان وو. اوس یې عمليات تېز کړي دي. یوازې له سلطان اباد څخه یې له سلو زیات کسان نیولي دي خو لا هم په سېمه کې امن نه دی راغلی. څومره چې دوی عملیات کوي هومره ورسره بدامني او په سيمه کې جرایم پیشه خلک زیاتیږي.))

د کراچۍ سیاسي ګوندونه هم په کراچۍ کې په روانو عملیاتو کومه خوښي نه ده ښودلي. د متحده قامي مومنټ ګوند چارواکي په دې نظر دي چې په ښار کې د تېرو لسو میاشتو راهيسې روان عملیاتو په ښار کې میشت وسله وال نه دي کمزوري کړي . دغه شان د عوامي نیشنل ګوند چارواکي هم وخت په وخت په ښار کې د روانو عملیاتو په اړه ورته اندیښنې څرګندوي.

د دي ګوند يو مشر بشیرجان په دې اړه مشال ریډیو ته نن وويل: ((دکراچۍ په اکثره کچه ابادیو او د پښتنو په سیمو کې د تیارې د راتلو سره سم د وسله والو واک اختيار شروع شي. د ورځې دلته د حکومت واک وي او د شپې د وسله والو. اوس د ورځې له خوا هم دغو وسله والو لږ ډېر جرمونه کول شروع کړي دي.))

خو د کراچۍ پولیس چارواکي وایي دوی په دې ښار کې په جرمونو کې د ټولو ککړو خلکو پر ضد ګامونه اخيستي او د دوی د پوره ختمولو پورې به خپل عمليات جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG