د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې پاکستاني پوځ د ۱۲ وسلوالو وژلو ادعا کړې


په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات نن (شنبه) په اوومه ورځ هم دوام لري.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه وايي چې پرون (جمعه) د عملیاتو پر مهال د بهرانيانو په ګډون دولس وسله وال وژل شوي دي خو ازادو سرچینو تر اوسه د دې پخلی نه دی کړی.

بلخوا د جمعې پر ورځ په پېښور کې د امنيتي سرتيرو په مرکز کې د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف او پوځي مشر راحيل شريف ته د شمالی وزیرستان د پوځي عملياتو په اړه ورکړل شوو مالوماتو کې ويل شوي چې تر اوسه پوري دوه سوه دوه ديرشت وسلوال وژل شوي دي.خو نه ازادو سرچينو او نه هم وسله والو طالبانو د دې پخلی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG