د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان بجټ: ۵۰ اربه روپۍ د پرمختيايي کارونو لپاره


د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ
د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ

د بلوچستان حکومت د تېرې پنج شنبې په ماښام د خواوشا ۲۱۵ اربه روپیو صوبایي بجټ اعلان کړو، چې تر ټولو زیاته ونډه، تعلیم،صحت او امن وامان څانګو ته ورکړل شوې ده.


د بلوچستان حکومت د تېرې پنج شنبې په ماښام د خواوشا ۲۱۵ اربه روپیو صوبایي بجټ اعلان کړو، چې تر ټولو زیاته ونډه، تعلیم،صحت او امن وامان څانګو ته ورکړل شوې ده. په دې کې د ترهګرۍ ښکار کورنیو ته امدادي رقم له ۲۰ لکه څخه ۴۰ لکه ته پورته شوی او بل مهم اعلان د خوا وشا ۴ زره نویو نوکریو ورکولو دی.


د اعلان شوي بجټ له مخې د امن و امان په بجټ کې ۲۷ فیصده زیاتوالی شوی دی او دا اوس خوا وشا ۱۷ اربه،۲۵ کروړه روپۍ بودیجه لري.۲۴۳ ملین روپۍ امنیتي سرتېرو (پولیس،لیویز) د جدید او معیاري وسلې اخیستلو لپاره، د لویو لارو د خوندي ساتلو لپاره ۲۰۰ ملین روپۍ او ۱۴۰ ملین روپۍ امنیتي سرتېرو ته نوي آلات او سامان اخیستلو ته اېښودل شوې دي. دغه شان د ترهګرۍ ښکار پولیسو او لیویز سرتېرو له کورنۍ سره د مرستې پېسې هم زیاتې شوې او دا اوس له ۲۰ لکه څخه ۴۰ لکه روپۍ ته رسېدلې دي.

په بجټ کې د پرمختګ د کارونو لپاره ۵۰ اربه روپۍ مختص شوې دي. دغه شان د تعلیمي ادارو د بهترۍ لپاره ۲۰۰ ملین روپۍ اېښودل شوې دي.۳ زره،۹سوه،۲۵ نوې نوکرۍ هم د بجټ د اعلان برخه ده چې په روان کال کې به د صوبې تعلیم یافته ځوانانو ته ورکړل شي.

په بجټ کې د مرکزي حکومت او نورو صوبو په شان،سرکاري ملازمینو ته په تنخواګانو کې، او ریټایرډ ملازمینو ته په پېنشن کې ۱۰ فیصده زیاتوالی هم اعلان شوی دی، خو سرکاري ملازمینو ډېر کم بللی دی. دوي وایي، د روانې ګرانۍ له حسابه دا زیاتوالی د نیشت برابر دی.

په دغه اړه د حکومتي ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو مشر او په صوبایي حکومت کې د خبرتیا محکمې وزیر،عبدالرحیم زیارتوال مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې دا یو تاریخي بجټ وو:

«په دې بجټ کې د امن و امان،تعلیم او صحت څانګو سره سره،پېداواري څانګو ته هم خورا پاملرنه شوې ده چې په طرڅ کې به یې د روزګار شرح سمه شي او په نرخونو کې به کمي راشي.نو زموږ دا بجټ د ولس د هیلو او غوښتنو عېن مطابق وو چې ګټې به یې په راتلونکي کې تاسو ټول ووینی»

یاده دې وي،د بلوچستان حکومت د خزانې محکمې سلاکار،میر خالید لانګو د تېرې پنجشنبې په ماښام د خپلې صوبې پر ۲۱۵ اربه،۷۱ کروړه او ۳۰ لکه روپیو مشتمل بجټ اعلان کړو، چې که یو خوا ته د حکومتي ګوندونو له خوا خورا وستایل شو،خو ولې بل اړخ ته د اوپوزیسیون ګوندونو تر نیوکو لاندې راغلی دی.
XS
SM
MD
LG