د لاسرسي ځای

په پاکستان کې تر ځنډ وروسته بيا د ډرون پېلېدو لامل څه دی؟


بې پایلټه ډرون الوته

بې پایلټه ډرون الوته

د امريکا يو پخواني پوځي کومندان هم نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې د برګډال خوشي کېدو امريکا ته موقعې په لاس ورکړه چې په خلاص مټ د وسله والو او په ځانګړې توګه د حقاني شبکې په ضد عمليات وکړي چې په شمالي وزيرستان کې پټنځايونه لري.

فارن پاليسي مجلې په پاکستان کې د امريکا لخوا تر نيم کال وروسته د ډرون بريدونو د بيا پېلولو په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، د پاکستان په قبايلي سيمه کې د يوې اونۍ هم په کم وخت کې امريکا درې ځله ډرون بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۲۰ وسله وال وژل شوي چې په مشکوک ډول له حقاني شبکې سره تړاو لري.


مجله ليکي، شپږ مياشتې وروسته په پاکستان کې د امريکا لخوا د ډرون بريدونو ناببره بيا پېلېدل ځينې پوښتنې راولاړي کړي دي. لومړی دا چې ولي اوس دا بريدونه وشول او دوهم دا چې آيا دا په پاکستان کې د امريکا د ډرون بريدونو نوی پېل دی؟

د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې مجله ليکي چې ډرون بريدونو د اوږدې مودې راهيسي پاکستاني طالبان د لومړي هدف په توګه په نښه کول خو داسي ښکاري چې دا بريدونه د امريکايي پوځي بو برګډال له خوشي کېدو سره هم تر څه حده تړاو لري چې د پنځو کلونو راهيسې د حقاني شبکې په ولکه کې و.

د امريکا يو پخواني پوځي کومندان هم نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې د برګډال خوشي کېدو امريکا ته موقعې په لاس ورکړه چې په خلاص مټ د وسله والو او په ځانګړې توګه د حقاني شبکې په ضد عمليات وکړي چې په شمالي وزيرستان کې پټنځايونه لري.

د مجلې په خبره د برګډال خوشي کېدل د دې بريدونو د پېل يوازينی لامل نه دی. پاکستان له طالبانو سره د خبرو اترو تر ناکامۍ وروسته په قبايلي سيمه کې د فعاله وسله والو ډلو په ضد يو بايلونکې جګره تر سره کوي.

د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو پای د جون پر اتمه نېټه هغه وخت څرګند شو کله چې تحريک طالبان پاکستان او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ وسله والو پر کراچي هوايي ډګر بريد وکړی چې ۲۴ کسان پکې ووژل شول. تر هغه يوه ورځ وروسته يې بيا د هوايي ډګر د ساتندويانو پر روزنيز مرکز بريد وکړی چې ځاني زيان يې وانه ړوی.

داسي ښکاري چې ډرون بريدونه د پاکستان د حکومت په خوښه درول شوي ول، په ځانګړې توګه هغه بريد ته په کتو سره چې په ترڅ کې يې څلور ازبک وسله وال ووژل شول. که څه هم اسلام آباد په وار وار د ډرون بريدونو په ضد بيانونه ورکړي چې دا د دوی د ارضي تماميت سرغړونه کوي خو بيا هم يو شمېر پاکستاني چارواکي ډرون بريدونه د وسله والو په ضد اغېزناکه وسيله ګڼي.
XS
SM
MD
LG