د لاسرسي ځای

له دویم جهاني جنګ پس په لومړي ځل نړۍوال کډوال زیات شوي


پښتونخوا کې د جلوزو کډوالو پنډغالۍ

پښتونخوا کې د جلوزو کډوالو پنډغالۍ

د خبري اژانس اې اېف پي د رپورټ له مخې تر ټولو زيات خلک په شام کې بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د جګړو او کړکېچونو له کبله په نړۍ کې د بې کوره شوو وګړو شمېر پنځوستو میليونو ته رسېدلی ده، او دا له دويمې نړۍوالې جګړې وروسته لومړي ځل دی چې په دومره شمېر کې خلک بې کوره شوي دي.


د خبري اژانس اې اېف پي د رپورټ له مخې تر ټولو زيات خلک په شام کې بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اين ايج سي ار په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه په خپلو هېوادنو کې دننه د کډوالو او د بې کوره شويو کسانو شمېر يو پنځوست اعشاره دوه میليونه ته رسېدلی، په دې کې شپږ میليونه پروسږ کال ورزيات شوي دي.

د ملګرو ملتونو رپورټ په داسې حال کې خپور شوی چې نن د کډوالو نړۍواله ورځ لمانځل کېږي.

په رپورټ کې راغلي چې په شام کې د کورنۍ جګړي له وجې نهه میليونو خلکو خپلو کورونو پرېښودو باندې مجبوره شوي دي. په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په پرمختیايي هيوادونه د نړۍ شپږ اتيا فيصده کډوالو کوربتوب کوي.

د بښنۍ نړۍوالې اداري امنېسټي اینټرنېشنل د کډوالو نړۍوالې ورځ په مناسبت په خپل بيان کې د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا نيوکې کړي او ويلي چې دغه اداره په نړۍ کې د امنيت او سولې پرځای کولو کې په څرګنده ناکامه شوې ده.

د کډوالو نړۍوالې ورځ په مناسبت خپور شوي دغه رپورټ کې راغلي دي چې په نړۍ کې د کډوالۍ مخ په زياتېدو وجه په هيوادونو کې د نښتو پراخېدل دي.

له کله نه چې په کال ۲۰۱۱ م کې د شام دننه جګړه شورو شوی نو له دې هيواده ټول ۲.۵ ميلينه خلک بې کوره شوي دي او تر دې زيات ۶.۵ په هيواد دننه بې کوره شوي دي.

همداراز په مرکزي افريقايي جمهوري او جنوبي سوډان کې د بحران له وجې هم ډيرو خلکو کډې کړې دي.

د يو اېن اېچ سي ار مشر انتونيو ګوتېرز ويلي دي دوی ګوري چې خلک د نه ختمېدونکو جګړو ډېر زيات قيمت ادا کوي. د ده په خبره د نړۍ امن له خطر سره مخامخ دی.

نوموړی زياتوي يواځې بشري مرستې په دې لړ کې کومک کولی شي خو د ده په خبره د جګړو مخنيوي لپاره په شدت سره سياسي حل ته اړتيا ده.

د کډوالو ادارې مشر خبرداری ورکړی که چېرې د مسلو سياسي حل ونه لټول شو نو له جنګونو د خلکو دغه ځپل به هم داسې روان وي.

خلک په درې ډوله بې کوره شوي دي يو هغه چې په هيواد دننه بې کوره شوي دي، دويم بيا هغه دي چې نورو ملکونو ته يې هجرت کړی او درېيم هغه دي چې په نورو هيوادونو کې يې سياسي پنا اخستې ده.

په ټوله نړۍ کې له خپلو هېوادونو نورو هېوادونو ته د کډوالو شمېر شپاړلس اعشاريه اووه ميليونه ته رسېدلی دی چې د ۲۰۰۱ کال م راهيسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

همداراز ټول شپږ اعشاريه درې ميليونه خلک جلا وطنه کړل شوي دي.

تر ټولو زيات خلک له افغانستانه، شامه او صوماليه بې کوره شوي دي چې د ټولو کډوالو نيمايې نه زياته شمېره جوړيږي.

همداراز د کډوالو په کوربتوب کونکو کې پاکستان ،ايران او لبنان په لومړي نمبر دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د بشري حقونو کارکونکي وايي زياتره غريب هيوادونو کډوالو ته په خپلو هيوادونو کې ځاي ورکړی دی، د دوی په خبره بايد چې مالداره هېوادونه هم په دې لړ کې کومک وکړي.
XS
SM
MD
LG