د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېوڼ: د لعل شهباز عرس کې له ګرمۍ ۴۷ کسان مړه


په جامشورو ضلع کې د ژغورنې د ادارې ویاند محمد معراج نن ماسپښین مشال راډيو ته وویل، تراوسه زموږ رضا کارو ۴۷ مړي راوړي دي

کراچۍ: د پاکستان سیند صوبې په سېوڼ کې د مشهور صوفي لال شهباز قلندر په درې ورځني عرس کې له سختې ګرمۍ ۴۷ کسه وژل شوي دي. چارواکي وايي دغه زیارتیان سږ کال عرس ته راغلي چې په تېرو دریو ورځو کې د ګرمۍ له امله وژل شوي دي.


په جامشورو ضلع کې د ژغورنې د ادارې ویاند محمد معراج نن ماسپښین مشال راډيو ته وویل، تراوسه زموږ رضا کارو ۴۷ مړي راوړي دي، دوه ښځې او پاتې نور سړي په دوی کې شامل دي. په دوی کې زاړه او ځوانان ټول راځي چې د کراچۍ، بلوچستان پنجاب او خېبرپښتونخوا وګړي دي. دی وايي زیاتره خلک د ګرمۍ له امله نزدې سیند کې اوبو ته کوز شوي دي او په اوبو کې د ډوبیدو له امله مړه شوي دي.

محمدمعراج زیاته کړه ، ځیني مړي ددوي پلرنو کلیو ته لیږدول شورو شوي دي خو یو شمیر مړي داسې هم دي چې هغوي لاوارثه دي چې دوي په همدې سېمه کې خاورو ته د سپارلو نیت لري.

د جامشورو ضلعې مرستیال کمشنر ادیب بچاني له مشال ریډیوه سره په خبرو کې ویلي د عرس په موقع زیارت کونکي وژل شوي دي ، نوموړي وویل د مرګ ژوبلې په اړه کره شمیره تراوسه مخې ته نه ده راغلې خو دغه شمیره هومره زیاته نه ده لکه څومره چې ښودل کیږي.

« نن د عرس اخرینۍ ورځ ده ، نن به د سیند صوبې اعلا وزیر سید قایم علي شاه هم په دې کې ګډون کوي، مونږ د زیارت کونکو لپاره ټول انتظامات کړي او د ګرمۍ نه د بچ کیدو لپاره مو خېمې لګولي دي، د یخو اوبو انتظام هم ځایې به ځایې شتون لري ، مرګ ژوبله رامنځته شوې ده خو دا دومره زیاته نه ده لکه څومره چې ښودل کیږي»

نوموړي زیاته کړه د سیوڼ په ګډون د سیند په ټوله صوبه کې سخته ګرمۍ ده چې له امله یې ځیني زیارت کونکي بې هوشه شوي او یا هم مړه شوي دي.

یاده دې وي د سیند صوبې په سیوڼ سېمه کې هر کال د لال شهباز درې ورځنې عرس نمانځل کیږي . په مخکې وختونو کې دې د عرس د نمانځنۍ په موقع په لسګونو زیارت کونکي په اوبو کې د ډوبیدو او د ګرمۍ له امله وژل شوي دي . سیند حکومت ددې راورسته د زیارت کونکو د حفاظت لپاره د ګامونو پورته کولو ادعاوې کړي دي.

نن په سیند اسمبلۍ کې هم د اپوزیشن غړو په سیند حکومت په دې لړ کې سختې نیوکې وکړې چې د تېرو څو کلونو راهسې په سیوڼ کې د زیارت کونکو د حفاظت لپاره هیڅ نه کوي چې له امله یې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په لسګونو زیارت کونکي ووژل شو.
XS
SM
MD
LG