د لاسرسي ځای

د پنجشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د افغان حکومت یو شمېر لوړو پوړو چارواکو د یوې خبرې ناستې د لارې وویل، چې حکومت به د هغو قبایلي سیمو د کډوالو سره پوره مرسته وکړي، چې د پولي د پورې غاړې څخه د ورستیو عملیاتو او بمباریو د لاسه راکډه شوي دي

د پنجشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د افغان حکومت یو شمېر لوړو پوړو چارواکو د یوې خبرې ناستې د لارې وویل، چې حکومت به د هغو قبایلي سیمو د کډوالو سره پوره مرسته وکړي، چې د پولي د پورې غاړې څخه د ورستیو عملیاتو او بمباریو د لاسه راکډه شوي دي، بل لوري ته د خوست مسوولین وايي، چې په وروستو ورځو کې د کډوالو راتګ زیات شوی او دوی سره د مرستو له پاره پوره امکانات په لاس کې نشته.


د افغان حکومت یو لوړ پوړی پلاوی چې په ترکیب کې يې د قومونو او سرحدونو چارو وزیر محمداکرم خپلواک، د کډوالو د چارو وزیر جماهیر انوري او د بیلابیلو وزارتونو یو شمېر مسوولین هم ورسره مله ول، د خوست د میلمستون په ودانۍ کې د یوې خبرې ناستې د لارې هغو کډوالو سره د پوره مرستو د کولو ژمنه وکړه، چې د شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو څخه په دې وروستیو اونیو کې راکډه شوي او دا مهال د خوست په بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې اوسیږي.
د خوست د ولایتي ادارې دمسوولینو دوروستیو ارقامو له مخې خوست ته د راغلو کډوالو شمېر تر لسو زرو اوښتی او د مرستو د ښه تنظیم له پاره کډوالو ته د ګربزو د بوري خېلو په سیمه کې یو کېمپ یا پنډغالۍ هم جوړ شوی دی.

په یاده خبرې ناسته کې د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک وویل، چې افغان حکومت ژمن دی کډوالو سره تر هغه چې په قبایلي سیمو کې حالات سمیږي د دوی د اوسیدو له پاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي:

((دا تعهد د افغانستان اسلامي جمهوریت سپاري، چې په ټول وس او توان به په دې ځای کې د کډوالو د ارامه ژوند او تر څو چې دوی دلته اوسیږي، تر څو چې په خپلو سیمو کې یې امنیت راځي، د اوسیدو له پاره هر ډول شرایط اماده کوي، د دې له پاره هم قومونه او هم ولسونه او هم د افغانستان حکومت متعهد دی.))

د قومونو او سرحدونو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د قبایلي سیمو څخه د راغلو کډوالو سره د خوست د خلکو او قومونو د مرستو له کبله قدرداني وکړه او ويې غوښتل، چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره دې په ګډه خپل امکانات له کډوالو نه سپموي:

((هیله مو د ټولو دوستانو او د خوست د محترمو قومونو څخه داده، چې تر اوسه يې د هغو خلکو چې د کرښې د پورې غاړې راغلي دي، پوره قرباني ورکړې ده، دوی چې د شمالي وزیرستانه، جنوبي وزیرستانه او نورو منطقو نه راغلي دي، دوی سره دي هر څه چې يې په وس کې وي، د حکومت او نړیوالې ټولنې سره په ګډه دې د دوی په واک کې ورکړي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې په دې وروستیو کې خوست ته د مهاجرینو لړۍ تېزه شوې ده، خو کډوالو سره د مرستو بهیر ښه تنظیم شوی او لازمې مرستې ورته رسیدلي دي.
خوست والي د ځايي ادارې سره شته امکانات لږ یاد کړل او د وزیرانو يې وغوښتل، چې مرکزي حکومت او د کډوالو په چاروکې نړیوال مرستندویان دې خپلې مرستې ډېرې کړي:

((د دې دوه ورځو راهیسې د کډوالو شمېر بې حد زیات شوی، تقریباً شاوخوا لس زره کورنیو ته د کډوالو شمېر رسیږي، دا د لکڼو په منطقه کې، د تڼیو په ولسوالۍ کې، د ګربزو په ولسوالۍ کې، د سپېرې په ولسوالۍ کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې او په خپله د مرکز په ځنو سیمو کې د دې کډوالو شتون شته دی.تر اوسه هغه مرستې چې دوی ته رسیدلي په دې کې ۵۵۸۲ ماشومانو ته واکسینونه ورکړل شوي، خوشبختانه د تېرو ورځو په تعقیب همدا نن ورځ هم پنځه سوه کورنیو ته مرستې ورسیدې، چې په هماغه ځای کې به د ټاکلي کمیسیون په شتون کې ورته توزیع کیږي.))

د یادونې وړ ده د شمالي وزیرستان په ګډون په یو شمېر قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله هره ورځ په ګڼ شمېر کې کورنۍ خوست رااوړي او د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې استوګنه اختیاروي.
XS
SM
MD
LG