د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هنګو ښوونکي تبادلې او سرژغورنه غواړي


د استادانو تنظیم مشر عظمت حسېن بنګش وايي، په سیمه کې تر څلوېښت زیاتې استادانې له خپلو سیمو بهر په نورو سیمو په ډیوټي کولو مجبوره دي. چې له ګواښونو او خطرونو سره مخامخ دي.

د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کې پر ښوونکو « استادانو» له بریدونو وروسته د استادانو ټولنې «متحده محاذ اساتذه» غوښتنه کړې ده چې تعلیم محکمه دې زر تر زره د ښځو ښوونکو تبادلې خپلو سیمو ته وکړي ځکه دوی خپله ډیوټي په ستونزو او ویره کې ترسره کوي.


د تنظیم مشر عظمت حسېن بنګش مشال ریډیو ته وویل چې په سیمه کې تر څلوېښت زیاتې استادانې له خپلو سیمو بهر په نورو سیمو په ډیوټي کولو مجبوره دي. چې د نوموړي په خبره په دوی کې تر پنځویشت پورې ښوونکې چې اوس پر کار ګمارل شوې دي له ګواښونو او خطرونو سره مخامخ دي.

بنګښ وايي، چې د کوهاټ کمیشنر حکم اېستلی دی چې شییعه ښوونکي دې په خپلو سیمو او سني استادانو په خپلو هغو کې وګمارل شي.

د تعلیم ضلعي چارواکي فرزانه بیګم وايي، «د لنډمهالو استادانو لپاره هېڅ داسې قانون نشته چې د هغوی تبادله نورو سیمو ته وکړو ځکه چې هغوی په خپله دغه سیمې خوښې کړې دي. بله دا چې په سیمه کې به شییعه ګان استادان په نښه کېدل نو له د امنیتي ستونزو له وجې مو د هغوی تبادلې وکړې»

دا وايي، «د کومو استادانو تبادلې نه دې شوې او یا هم غواړي چې خپله ډیوټي بلې ته سیمې ته بدله کړي نو هغوی دې راته خپل درخواستونه رواړي چې په خپلو سیمو کې یې وګمارو»

د مې میاشت پر دیارلسمه نیټه په کچ بانډه سیمه کې وسله والو د ګل باغ کلي سرکاري ښوونځي «سکول« دوه استادانې ووژلې.

د استادانو تنظیم مشر عظمت حسېن بنګش په وینا، له تېرو شپږ میاشتو راهیسې د وسله والو په بریدونو کې تراوسه لس ښوونکي وژل شوي دي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG