په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي دفتر وايي چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د همکارۍ د ځنډولو په اړه د عبدالله عبدالله اعلان حیرانه کړي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي د دفتر ویندوی نظیف الله سالارزي د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د ښاغلي عبدالله پرېکړه د دوی د تعجب سبب شوې ده.
ډاکټر عبدالله د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې د رایو د شمیرلو پروسه دې ودرول شي ځکه چې د ده په اند په انتخاباتو کې په پراخه کچه د درغلۍ تورونه دي، ده همدارنګه د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه چې د دې پروسې څارنه دې وکړي.
خو ملګرو ملتونو د رایو د شمېرلو د درولو په اړه د عبدالله عبدالله غوښتنه د خواشینۍ وړ وبلله.
د ملګروملتو ویندوی فرحان حق د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل:«ملګري ملتونه باور لري چې باید لازمه پروسه دوام وکړي.»