د لاسرسي ځای

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو خوستی اتل جواس خان


خوستی اتل جواس خان

خوستی اتل جواس خان

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په شپه د جواس خان اتې کلنې لور ساه ورکړه خو هغه نه غوښت چې خپل لور تر رایو اچولو مخکې خاورو ته وسپاري، داسې نه چې کلیوال یې له رای اچولو پاته شي.


د جون ۱۴مه که له یوې خوا په افغانستان کې د ټاکنو تاریخي ورځ وه، بل لوري ته له دې کبله خوستیانو ته د خوښۍ او نه هیریدو ورځ وه، چې په لومړي ځل قومونه، ولسونه، سړي او ښځې راووتل او د خپل نوي ولسمشر د ټاکنې لپاره يې رایې وکارولې.


په خوست کې د دې ورځې ځانګړنه دا وه، چې ډېری وګړو خپل زرګونه شخصي لوی او واړه ګاډي د ولسمشریزه کاندیدانو ملاتړو ته وسپارل چې رای ورکوونکې په اسانۍ د رای مرکزونو ته ورسوي.

د ټاکنو په ورځ قومي مشران او دیني عالمان ډلې، ډلې کور په کور او کلي په کلي ګرځېدل او خلکو ته يې د خپل هېواد د نجات او پرمختګ لپاره د رای کارولو بلنه ورکوله.

دا ډول روحیه او احساس له هر وګړي سره ملګری شوی وو، له یوه بله به پوښتنې کیدلې، چې کارت بې درکه نه کړي، د ټاکنو په ورځ دې راووځي او یوه داسې حماسه دې جوړه کړي، نړۍوال دا ومني چې رښتیا هم خوست د افغانستان د نجات او بریا دروازه ده.

دا د خلکو لپاره د ستر امتحان شېبې وې، خو د ټاکنو په شپه جواس خان چې د تڼیو د لوړو غرونو په یوه ناره او شېله کې اوسیېږي تر ټولو زیات له یوه ستر ازمون سره مخامخ شو.
جواس خان دنګ او ډنګر ځوان دی، چې د تڼیو ولسوالۍ د ورژلي په کلي کې اوسېږي، د دوی کلی له خوست ښاره ۴۵ کیلومیټره لیرې د میرام شا له دته خېلو سره په څنګ کې پروت دی.

د ټاکنو په شپه د جواس خان اته کلنه لور (دریم ګلې) ته سخته ناروغي ولګیده، هغه يې ډېره ژر د ځنکدن سلګیو ته ورلنډه کړه، جواس خان باندې چې لور يې ډېره ګرانه وه، په همدې شپه يې ځان حق ته وسپاره.

وروڼه، زامن يې راخبر شول، پریکړه وشوه چې سبا سهار له اذان وروسته د ورژلې او تڼیو د څلورو قومونو د کلیو په جوماتونو کې اعلان وشي، چې د جواس خان لور وفات شوې، نو کله چې جواس دې خبرې ته متوجه شو، په کلکه يې د دې کار مخالفت وکړ او عزیزانو ته يې په سخته وویل، کچیرې د دې ټاکنو د ورځې په سهار یې د لور مړینه اعلان شي، له دوی سره به د مړي او ژوندي پالل پرېږدي.

جواس خان ځکه د خلکو په خوله لاس کېښود، چې په تڼیو کې دا تړون دی، چې د مړي په ورځ به نږدې کلیوال د خلکو د خدمت کولو لپاره پاتې کیږي او له کلي بهر نه ځي او که چا دا تړون مات کړ، نو قوم ته به درنه ناغه ورکوي.

جواس خان خپلو اولادونو او میرمنې ته حوصله ورکړه، چې ګورئ د دې هېواد د نجات له پاره د دریم ګلې په ویر تیږه کیږدئ، د خالق نه يې عوضونه وغواړئ.

جواس خان د غره په شان زړه وموند، له اذان وروسته يې د جومات په لوډسپیکر کې پر خلکو غږ وکړ، اې درنه قومه، اې عزتمنو کلیوالو، زما خویندو او زما وروڼو، نن د سخت ازمون ورځ ده، راځئ خپل موټر او ټیکټر راوباسئ، راشئ او رای ورکړئ، چې د خپلو پلرونو او نیکونو نوم وګټو.
جواس خان خپلې میرمنې ته وايي، ته او یوه وړه جینۍ (دریم ګلې) ته پاتې شئ، موږ رایه ورکوو او ژر راګرځو، جواس خان موټر ته پورته کیږي، کلیوال د جواس خان په کیسه نه دي خبر، د ده د ګاډي په تعقیب د لسګونو موټرو او ټیکټرو قطار جوړیږي، ښځې او مشران وړو موټرو ته پورته کیږي، ځوانان او ژڼکی د ټیکټرو باډیو ته ورخیژي، او په سورو، نارو او غورځیو د رای اچونې د مرکز په لور ځي.

جواس خان د غرمې تر دوولسو بجو حوصله کوي، تر هغه منتظر پاتې کیږي، چې د رای اچونې مرکز کې رای پاڼې ختمیږي، وروسته کرار، کرار خپلوانو او عزیزانو ته وايي، چې بیګاه يې لور په حق رسیدلې ده، نو د هغې له پاره د قبر د کیندلو تابیا وکړئ.

د جواس خان ستر احساس، هېوادپالنې، او زړورتوب ته کلیوال حیران پاتې کیږي، هغوی اعتراض کوي، ولې مو سهار خبر نه کړو، جواس ځواب ورکوي، ځکه چې د ټاکنو په اړه د خلکو په احساس، جذبه او نیت کې فرق رانشي، دا یوه ورځ ده بیا نه راګرځي.

جواس خان مشال راډیو ته وايي، لسیزې کیږي، چې کړیږو، د تن وینې مو وچې شوې، تباه او برباد شوي یو، د سولې او یووالي ارمانجن یو، نو که د خپل هېواد د ښه راتلونکي او دې ستونزو څخه د خلاصون له پاره دا قرباني هم نه ورکوو، نو بیا ولې ځانونه افغان بولو؟؟
XS
SM
MD
LG