د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې ډرون برید څلور وسله وال ووژل



په شمالي وزیرستان کې د بې پېلوټه الوتکې په یوه حمله کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکو نن (چارشنبه) مشال راډیو ته وویل، دا ډرون برید بېګا له میرامشا سره نېږدې په درګا منډۍ کې شوی دی.

د دوی په خبره، په حمله کې یو کور او ګاډی په نښه شوی دی. په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید پر داسې وخت شوی دی چې په هغه سیمه کې پاکستاني پوځ د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG