د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني وزیر اعظم د تاجکستان له ولسمشر سره ولیدل


دوشنبه: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستاني وزیراعظم هرکلی کوي.
دوشنبه: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستاني وزیراعظم هرکلی کوي.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نن «نهې ورځ» له یوه جګپوړي پلاوي سره د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په بلنه په دوه ورځني سفر دوشنبې ته رسېدلی دی.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نن «نهې ورځ» له یوه جګپوړي پلاوي سره د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په بلنه په دوه ورځني سفر دوشنبې ته رسېدلی دی. تاجک ولسمشر یې هرکلی وکړ او د دواړو ملکونو د مشرانو ترمينځه پر دوه اړخيز تعلقاتو خبرې اترې شوې.



د پاکستان بهرنو چارو دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼې ترمخه په دې دوه ورځني سفر کې د دواړو ملکونو ترمينځه په دوه اړخيز تعلقاتو، سياست، تجارت، اقتصاد، توانايي، دفاع، سيکيورټي، رابطه کاري، ثقافت او انساني وسايلو په ترقۍ به خبرې اترې کيږي.
د پاکستان او تاجکستان چارواکو د خپلمنځي پوهاوي پر تړون لاسلیک کوي
د پاکستان او تاجکستان چارواکو د خپلمنځي پوهاوي پر تړون لاسلیک کوي

خبرپاڼه وايي، چې تاجکستان، پاکستان، افغانستان او کرغيزستان ترمينځ د علاقايي توانايي کاسا پروژه به هم يو مهمه موضوع وي.

خبر پاڼه زياتوي امکان دی، چې وزيراعظم به د تاجکستان له مشرتابه سره د افغانستان پر صورتحال هم خبرې اترې کوي.

د وزيراعظم تاجکستان ته دورې په اړه پخوانی سفارتکار او د بهرنيو چارو کار پوه طيب صديقي وايي، تجارت، توانايي او په سياست به د دواړو ملکونو ترمينځه خبرې اترې کيږي خو د دې دورې تر ټولو مهم موضوع به ترهګري وي.

«ګورئ په دې دوره کې به په ترهګرۍ په باب هم خبرې اترې کېږي ځکه چې له ازبکستان سره تعلق لرونکی د ازبکستان اسلامي غورځنګ د کراچۍ پر هوايې ډګر د حملې ذمه واري قبوله کړې ده او په دغه ملکونو کې اسلامي عسکريت پسندي هم زياتېږي نو د پاکستان او د دې ملکونو مقصدونه هم يو شوي او ترجيحات يې هم، نو زه ګڼم چې دا معامله به په دې دوره کې سرفهرست وي»
دوشنبه: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره غونډه کوي
دوشنبه: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره غونډه کوي
هم د دې ترڅنګ د بهرنيو چارو يو بل کار پوه ډاکټر فخرالاسلام وايي چې دواړه ملکونه له يو بل سره په ښه تعلقاتو په مختلفو شعبو کې ګټه ترلاسه کولاى شي.

«تاجکستان کولاى شي چې له کراچۍ او ګوادر بندره هم ګټه ترلاسه کړي څنګه چې یې افغاستان ترې اوچتوي. بله دا خبره ده چې د ځینو څيزونو پيداوار له موږ سره ښه دی، هغه موږ هغوی ته ورکولای شو او تر ټولو لوی څيز چې موږ ته د مينځنۍ ايشيا ملکونه راکولای شي نو هغه ګېس دی او د توانايي سرچینې دي»

د ذکر ده پاکستان په هغه وړومبیو ملکونو کې شامل دی چې د تاجکستان ازادۍ پس یې له دغه سره زغرده سفارتي اړیکې لرلې وې.

تاجکستان ته په تيرو لسو کالو کې دا د یو پاکستاني وزيراعظم لومړۍ دوره ده.
XS
SM
MD
LG