نن سېشنبې پر ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان عوامي تحريک د غړو او پوليسو تر منځ په نښته کې د يوې ښځې په شمول لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي څه باندي ۸۰ کسان ژوبل دي.
پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې پوليسو د ډاکټر طاهرالقادري د کور له مخه لګول شوي خنډونه ليرې کول غوښتل چې د دغه تحريک د غړو له مزاحمت سره مخامخ شول.
وروسته د پوليسو او پاکستان عوامي تحريک د غړو تر منځ تاوتريخوالی رامنځ ته شو.
د لاهور په ماډل ټاون کې د جناح هسپتال يو چارواکي مشال راډيو ته ويلي چې تر دې دمه دوی ته د يوې ښځې په ګډون د شپږو کسانو مړي ور وړل شوي دي.
د دې سربېره يو شمېر ژوبل کسان هم روغتون ته وړل شوي چې پوليس هم پکې شامل دي.