د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم نواز شریف تاجکستان ته ولاړ


دوشنبه: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستاني وزیراعظم هرکلی کوي.
دوشنبه: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستاني وزیراعظم هرکلی کوي.

د نواز شریف سفر کې د تاجکستان، پاکستان، افغانستان او کرغيزستان ترمينځ د علاقايي توانايي کاسا پروژه به هم يو مهمه موضوع وي.

وزيراعظم نواز شريف نن ماسپښين «نهې ورځ» له جګپوړي پلاوي سره د تاجکستان صدر امام علي رحمان په بلنه په دوه ورځني سفر دوشنبې ته رسيدلی دی چې پکې به د دواړو ملکونو د مشرانو ترمينځه پر دوه اړخيز تعلقاتو، د افغانستان پر حالاتو او پر نورو مهمو معاملو خبرې اترې کيږي.


د پاکستان بهرنو چارو دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼې ترمخه وزيراعظم نواز شريف به پخپل دوه ورځنې سفر کې د تاجکستان ولسمشر او وزيراعظم سره جلا جلا ملاقاتونه کوي.
خبر پاڼه زياتوي په دې دوه ورځني سفر کې د دواړو ملکونو ترمينځه په دوه اړخيز تعلقاتو، سياست، تجارت، اقتصاد، توانايي، دفاع، سيکيورټي، رابطه کاري، ثقافت او انساني وسايلو په ترقۍ به خبرې اترې کيږي.

خبرپاڼه وايي، چې تاجکستان، پاکستان، افغانستان او کرغيزستان ترمينځ د علاقايي توانايي کاسا پروژه به هم يو مهمه موضوع وي.

خبر پاڼه زياتوي امکان دی، چې وزيراعظم به د تاجکستان له مشرتابه سره د افغانستان پر صورتحال هم خبرې اترې کوي.

د وزيراعظم تاجکستان ته دورې په اړه پخوانی سفارتکار او د بهرنيو چارو کار پوه طيب صديقي وايي، تجارت، توانايي او په سياست به د دواړو ملکونو ترمينځه خبرې اترې کيږي خو د دې دورې تر ټولو مهم موضوع به ترهګري وي.

«ګورئ په دې دوره کې به په ترهګرۍ په باب هم خبرې اترې کېږي ځکه چې له ازبکستان سره تعلق لرونکی د ازبکستان اسلامي غورځنګ د کراچۍ پر هوايې ډګر د حملې ذمه واري قبوله کړې ده او په دغه ملکونو کې اسلامي عسکريت پسندي هم زياتېږي نو د پاکستان او د دې ملکونو مقصدونه هم يو شوي او ترجيحات يې هم، نو زه ګڼم چې دا معامله به په دې دوره کې سرفهرست وي»

هم د دې ترڅنګ د بهرنيو چارو يو بل کار پوه ډاکټر فخرالاسلام وايي چې دواړه ملکونه له يو بل سره په ښه تعلقاتو په مختلفو شعبو کې ګټه ترلاسه کولاى شي.

«تاجکستان کولاى شي چې له کراچۍ او ګوادر بندره هم ګټه ترلاسه کړي څنګه چې یې افغاستان ترې اوچتوي. بله دا خبره ده چې د ځینو څيزونو پيداوار له موږ سره ښه دی، هغه موږ هغوی ته ورکولای شو او تر ټولو لوی څيز چې موږ ته د مينځنۍ ايشيا ملکونه راکولای شي نو هغه ګېس دی او د توانايي سرچینې دي»

د ذکر ده پاکستان په هغه وړومبیو ملکونو کې شامل دی چې د تاجکستان ازادۍ پس یې له دغه سره زغرده سفارتي اړیکې لرلې وې.

تاجکستان ته په تيرو لسو کالو کې دا د یو پاکستاني وزيراعظم لومړۍ دوره ده.
XS
SM
MD
LG