د لاسرسي ځای

لغمان کې د وژل شوو پاکستاني وسله والو مړي وسپارل شول


د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډيو ته وویل،هغه اووه تنه پاکستاني وسله وال، چې په لغمان کې د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي وو، پرون«دوشنبه» له غرمې وروسته د سرې میاشتې کارکوونکو په مرسته په تورخم کې د هغوی خپلوانو ته وسپارل.


د ځواک په خبره دا وسله وال د یکشنبې پر ورځ د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي وو.

د لغمان ولایتي چارواکو هغه مهال ویلي وو، چې شپږ تنه پاکستاني وسله وال له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي، خو له څيړنو وروسته څرګنده شوه، چې اووه تنه پاکستاني وسله وال او یو تن هم د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکی و.
XS
SM
MD
LG