د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې ۳۴ وسله وال وژل شوي ۴۳ زره خلک بې کوره شوي


له وزیرستانه په زرګونه خلک خوندي سیمو ته په وتو دي. ۱۶جون ۲۰۱۴م
له وزیرستانه په زرګونه خلک خوندي سیمو ته په وتو دي. ۱۶جون ۲۰۱۴م

په سیمه کې له څلور ورځو راهیسي ګرځبندیز دی چې د خلکو په وینا له سیمې خوندي ځایونو ته د ګرځبندیز له وجې په تللو کې مشکلات لري.

په شمالي وزیرستان کي د پاکستان پوځ په عملیاتو کې د نورو څلور دیرشو وسله والو د وژل کیدو خبرونه دي.


د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګي ای اېس پي ار نن «نهې ورځ» پر خپله ویبپاڼه خپور کړي بیان کې ویلي ې د «ګل ورځ» په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال خواوشا څلور دیرش وسله وال او اته امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

په سیمه کې له څلور ورځو راهیسي ګرځبندیز دی چې د خلکو په وینا له سیمې خوندي ځایونو ته د ګرځبندیز له وجې په تللو کې مشکلات لري.

د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان عباسي هم د «ګل ورځ» ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات به تر لنډې مودې وي او ګرځبندیز به هم یو څو ورځو کې دننه ختم کړل شي. ګورنر زیاته کړه چې دا مهال د شمالي وزیرستان بې کوره شوو کسانو کې دري څلوېښت زره رجسټرډ شوي دي.

د ترهګرو تر ختمېدو به مو عملیات دوام لري

د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي، په هېواد کې مو د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې د امن راوستلو هڅه وکړه؛ خو وسله والو طالبانو زموږ هڅې زموږ کمزورۍ وبللې.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د پاکستان ملي پارلمان يا قومي اسامبلې ته د وينا پر مهال وويل:

"په شمالي وزيرستان کې مو تر هغې وروسته پوځي عمليات پيل کړل؛ چې له وسله والو طالبانو سره مو د مذاکراتو وروستۍ هيلې ختمې شوې. موږ ډېره هڅه وکړه، چې د مذاکراتو پيل کړى بهير پر مخ بوځو، خو له بده مرغه چې مذاکرات او ترهګري يوځاى نه شي چلېداى."

د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان اوسني حکومت په تېر ٢٠١٣م کال کې تر رامنځته کېدو وروسته له وسله والو پاکستاني طالبانو سره خبرو اترو ته لومړيتوب ورکړ او د روان کال په فبرورۍ کې يې له هغوى سره د سولې خبرې اترې پيل کړې او د همدې هدف لپاره يې دوه بېلابېلې حکومتي کومېټۍ هم وټاکلې، څو له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

خو د پاکستان صدراعظم وايي، د مذاکراتو د شپږ مياشتني بهير تر ناکامېدو وروسته مجبوره شو؛ چې په وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړو، چې د وروستي ترهګر تر وژنې پورې به دوام ومومي:

"تر پرونه پورې د مذاکراتو او د پوځي عملياتو په اړه زموږ بېلابېل نظرونه وو؛ خو اوس بايد دا خبرې ختمې شي. اوس بايد ټول ولس، د ټولنې ټولې طبقې، رسنۍ او سياسي ګوندونه له يوې مخې د حکومت او پاکستاني پوځ تر شاه ودرېږي؛ څو له د ترهګرو پرضد پيل شوې جګړه په کاميابۍ پاى ته ورسوو."

د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې د دې هېواد پوځ د يکشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو سخت دريځه وسله والو پر ضد هراړخيزه عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه پکې د پاکستان د پوځي مقاماتو په وينا لږ تر لږه ١٨٧ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

نواز شريف همداراز وويل، زموږ حکومت او پوځ تر وروستي حده هڅې وکړې، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو مخنيوى وشي، خو اوس وخت راغلى چې د قبايلي سيمې د ترهګرو پاکې کړاى شي:

"زموږ حکومت او پوځ د پوځي عملياتو د مخنيوي لپاره هر ډول هڅې وکړې، هر ډول ستونزې او لفظي حملې مو وزغملې، خو پرېکنده پړاو تر رارسېدلو وروسته د پوځي عملياتو پرېکړه وشوه او اوس به دا عمليات تر هغې روان وي، ترڅو چې موږ قبآيلي سيمې له بهرنيو او کورنيو ترهګرو پاکې کړو او پرېنږدو چې زموږ هېواد د ترهګرو پر يوه خوندي مرکز بدل شي."

د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې تر هغې وروسته د سترو پوځي عملياتو پرېکړه وکړه، چې پاکستاني وسله والو طالبانو او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په نامه ددې تحريک يوې مرستيالې ډلې د روانې مياشت په ٨مه نېټه د پاکستان د کراچۍ ښار پر نړېوال هوايي ډګر خونړى وسله وال بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې ٣٠ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځي مقاماتو د وينا له مخې، په شمالي وزيرستان کې ددې هېواد د جنګي الوتکو بمبارۍ دوام لري، چې په ترڅ کې تر دې دمه لسګونه وسله وال وژل شوي، چې ډېرى يې ازبک جنګيالي دي.

دوى همداراز وايي، چې د دوشنبې په ورځ له وسله والو سره په نښتو کې ٨ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي دي.

بله خوا د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په وزيرستان کې د پوځي عملياتو تر پيل وروسته ددې هېواد ډېرى ښارونه پوځ ته سپارلي او امنيت تدابير يې لا سخت کړي دي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG