د لاسرسي ځای

راتلونکې افغان ولسمشر


د افغان ولسمشرۍ کاندیدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني

د افغان ولسمشرۍ کاندیدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني

وال سټريټ ژورنال وايي، دا چې پاکستان د افغان طالبانو مشر ملا عمر او نورو هغو وسله والو ډلو ته چې په افغانستان کې جنګيږي، په خپله خاوره کې پناه ورکړې، د افغانستان راتلونکې ولسمشر له پاکستان سره په دغه اړه بايد واضح خبرې وکړي.

د امريکايي ورځپاڼې (وال سټريټ ژورنال) په ليکنه کې راغلي، د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو په دويم پړاو کې شاوخوا ۶۰ سلنه افغانانو خپلې رای وکارولې.


دا انتخابات د افغانستان د ماليې د پخواني وزير اشرف غني او د همدې هېواد د خارجه چارو د پخواني وزير عبدالله عبدالله تر مينځ وشول، چې د نتايجو مخ ته راتلل به يې څو اونۍ وخت ونيسي.

خو دې حقيقت ته په کتو سره چې دواړه کانديدان لويديځ پلوه او مينځ لاري کسان دي، هغه اندېښنې له مينځه ځي چې ويل کېدل به، افغانان او د دوی مشران په افغانستان کې د يوه ډېموکراټېک حکومت جوړېدو ته تيار نه دي.

ليکنه زياتوي، د افغانستان وروستي انتخابات د ۲۰۰۹ کال د هغو په پرتله، چې حامد کرزی پکې د دويم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو، او په کومو کې چې د پراخو درغليو راپورونه ورکړل شول، زيات کامياب انتخابات وګڼل شول.

د روانې مياشتې په انتخاباتو کې د زياتو افغانانو ګډون د امريکا د هغو برياو ښکارندوی دی چې طالبان يې له خپلو مرکزونو بهر ته وشړل. دغه راز افغان امنيتي ځواکونه هم وتوانېدل چې د زرګونو انتخاباتي مرکزونو امنيت ټينګ کړي.

ليکنه کاږي، د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو پروسې پر وړاندې تر ټولو مهم چيلنج دا دی چې له يادو دوو کانديدانو څخه يو يې ګټونکی اعلان کړي او بايلونکی کانديد د ګټونکي هغه بريا ومني.

يو بل مهم چيلنج چې په ليکنه کې يې يادونه شوې، د هېواد امنيت او پرمختګ دی.

د ليکنې تر مخه، د امريکا ولسمشر براک اوباما تېره مياشت له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اېستلو مهال وېش اعلان کړ، چې ښايي، طالبان يې هڅولي وي چې د افغان حکومت پر ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ويلي چې د برياليتوب په صورت کې به له امريکا سره امنيتي سند لاس ليک کړي. د ورځپاڼې له ليکنې سره سم، بايد د افغانستان راتلونکی ولسمشر دغسې و هم کړي ، ځکه چې افغان امنيتي ځواکونه لا هم په يو شمېر برخو کې د امريکايي ځواکونو دوامدارې مرستې ته اړتيا لري.

ليکنه وړاندې وايي، دا چې پاکستان د افغان طالبانو مشر ملا عمر او نورو هغو وسله والو ډلو ته چې په افغانستان کې جنګيږي، په خپله خاوره کې پناه ورکړې، د افغانستان راتلونکی ولسمشر له پاکستان سره په دغه اړه بايد واضح خبرې وکړي.

ليکنه دغه راز زياتوي، د افغانستان د راتلونکي ولسمشر مخ ته پروت بل غټ چيلنج د دغه هېواد د اقتصاد هغه دی، چې په دغه برخه کې پرمختګ به تر ډېره د هېواد له امنيتي وضيعت سره تړلی واوسی.
XS
SM
MD
LG