د لاسرسي ځای

'د ترهګرو تر ختمولو به عملیات دوام لري'


د پاکستان پوځ لوی درستیز «سرلښکر» راحېل شریف

د پاکستان پوځ لوی درستیز «سرلښکر» راحېل شریف

د پاکستان پوځ لوی درستیز «سرلښکر» راحېل شریف نن ګل ورځ د «ملي دفاع پوهنتون اسلام اباد» دوره کړې او هلته یې له افسرانو او ځوانانو سره د شمالي وزیرستان عملیاتو په اړه خبرې کړې.

د پاکستان پوځ لوی درستیز «سرلښکر» راحېل شریف نن ګل ورځ د «ملي دفاع پوهنتون اسلام اباد» دوره کړې او هلته یې له افسرانو او ځوانانو سره د شمالي وزیرستان عملیاتو په اړه خبرې کړې.


د ای اېس پي ار په وينا راخېل شریف ویلي چې د عملیاتو موخه سيمه او ولس له ترهه ګرو پاکول دي او دا کاروايي به د ترهګرو او د هغوی پټنځايونو تر ختمولو جاري وي.


بلخوا د پاکستاني پوځ ولسي اړیکو څانګه وايي، نن «دوشنبه» ګهیځ امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان د شوال په سیمه کې د سختدریځو پر ضد کاروايي کې ۲۷ وسله وال او وژلي او د هغوی شپږ پټنځايونه یې له منځه وړي دي.

د پوځ خپره شوې خبره پاڼه وايي، چې، پرون«یکشنبه» هم په دېګان او بويا سيمه کې د وسله والو پر ضد کاميابه کاروايي کې يو سل څلوېښت اورپکي وژلي دي.

د خبرېپاڼې له مخې د وسله والو پر ضد سیمه کې ولسي کورنه او ابادي نشته او زیاتوي چې وسله وال یې محاصره کړي دي چې نورو سیمو ته ونه تښتي.

د پوځ خبرپاڼه کې راغلي چې عام ولس په خوندي توګه له شمالي وزیرستانه اېستل او کېمپونو ته رسولو په لړ کې پولټیکل انتظامیه او د قدرتي افتونو منظمولو ادارې ټول اقدامات سرته رسولي دي.
XS
SM
MD
LG