د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که پاکستان د ښو او بدو طالبانو تګلاره پرېږدي، ترهګري به ختمه شي'


پر کراچۍ نړۍوال هوايي ډګر له وسله وال برید پس د لوګي لوخړې خېږي. ۹جون ۲۰۱۴
پر کراچۍ نړۍوال هوايي ډګر له وسله وال برید پس د لوګي لوخړې خېږي. ۹جون ۲۰۱۴

پروفېسر اعجاز خټک وايي په پاکستانۍ ټولنه او رياستي ادارو کې له ترهه ګرو سره د همدردۍ او د ریاست له لوري د ښه او بدو طالبانو د پالیسۍ له وجې ترهه ګري ختمېږي نه بلکې نوره زياتېږي.

کارپوهان په دې عقيده دي چې په پاکستان کې د وسلوالو شمير به تر ۱۵۰۰۰ پورې وي، د دې وسلوالو پر ضد له کلونو راهيسې پوځي عمليات روان دي او دارنګ د ترهه ګرۍ په دغه جنګ کې څه باندې ۵۰ زره کسان وژل شوي دي خو د دې باوجود دغه پنځلس زره وسلوال نه ختمېږي او د ترهه ګرۍ ستونزه لا هم برقرار ده. هغه څه وجه ده چې په پاکستان کې ترهه ګرۍنه ختميږي؟ د مشال همکار اسرار عالم مومند یې له شنونکو ځواب لټوي.


د پېښور پوهنتون پروفېسر اعجاز خټک وايي په پاکستانۍ ټولنه او رياستي ادارو کې له ترهه ګرو سره د همدردۍ او د ریاست له لوري د ښه او بدو طالبانو د پالیسۍ له وجې په پاکستان کې ترهه ګري ختمېږي نه بلکې لا نوره زياتېږي.

« پاکستان د ا فکر کوي چې ګنې ترهه ګري ورته د بهرنيو چارو په پالیسۍ کې يعنې د هندوستان او افغانستان په لړ کې ګټه ورکولی شي، نو دوی اوس هم د هغه ښو او بدو طالبانو خبرې کوي. که دوی جګړه کوي او که د سولې خبرې نو مقصد يې دا وي چې موږ ته څه مه واياست نور چې څه کوۍ هغه کوۍ، ترهه ګري چې هر ځای وي، هلته وي او که دلته خو سرحدونه نه پېژني هغه خو بيا هر چېرته ځي»

د پاکستاني پوځ پخوانی لفټنېنټ جنرل طلعت مسعود وايي که پاکستان له وسلوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي نو له دی سره به د افغانستان حالات د موجوده عراق په څير خراب شي چېرته چې له القاعد سره تړلې وسلوالې ډلې په يوشمېر سيمو قبضه کړې. د ده په خبره بيا پاکستان هم محفوظ نه شي پاتې کېدلی.

«په عراق کې القاعده بلکې له دی څخه هم خطرناکې ډلې جوړيږي او مضبوطيږي ،کچېرې هم داشان د افغانستان حالات خراب شو نو د هغې به د پاکستان په قبايلي سيمو ډير خطرناک اثرات وي او دارنګ کېدې شي چې بيا به موږ دغه حالات قابو نه کړای شو»

د پاکستان د پوځ پخواني بريګېډيېر محمود شا مشال ريډيو ته وايي، چې په پاکستان کې د وسلوالو شمېر ۱۵۰۰۰ پورې دی او همداراز د ترهه ګرۍ پرضد جنګ له څه باندې يوې لسيزې راهيسې روان دی چې په کې د حکومتي شميرو له مخې څه باندې پنځوس زره کسان وژل شوي دي.

د پاکستان کورنيو چارو پخوانی وزير افتاب شيرپاؤ بيا په ملک کې د موجوده ترهه ګرۍ زمه وار ي په پخوانيو او موجوده حکومتونو اچوي.

« یو خوا په پاکستان کې د وسله والو ډلو شمېر ډېر زیات دی، خو بلخوا په ټولنه کې ورسره مذهبي ډلې مرسته هم کوي. د وسله والو ډلو ختمول یو ګران کار دی. د دې لپاره به اېسټېبلمیشمنټ، حکومت او ولس په یوه خوله یوه تګلاره جوړوي. هغه که د خبرو له لارې وي او یا هم د پوځي عملیاتو کولو نیت وي»

د پاکستان د پوځ پخوانې لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي تر څو چې د پاکستان پوځ ،سياسي ګوندونه او ولس يوه خله شوې نه وي نو ترهغې په دی هيواد کې ترهه ګري ن هشي ختمېدې بلخوا بيا د نړيوالو اړيکو پروفسر عجاز خټک واييپه پاکستان کې ترهه ګري هله ختمېدې شي چې اسلام اباد د افغانستان او هندوستان په اړه خپلو پالسيو کې مثبت بدلون راولي.
XS
SM
MD
LG