د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که پاکستان ترهګري ختمول غواړي، پنجاب کې دې عملیات وکړي'


د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله وال
د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله وال

د وسله والو طالبانو ویاند شاهد الله شاهد مشال راډیو ته په استول شوي برېښنالیک کې هغوی پر مهمو تنصیباتو او ودانیو د حملو ګواښ کړی دی.

په شمالي وزیرستان کې بېګا شپه د «ضرب عضب « په نامه له پېل شوو پوځي عملیاتو وروسته د کراچۍ په ګډون د پاکستان په ګڼو نورو ښارونو کې د نظامي ځایونو، مهمو ودانیو، سوداګریز مرکزونو او هوایي ډګرونو سخت امنیت نیول شوی دی. پولیس چارواکي وایي د کراچۍ په یوشمیر سېمو کې یې د امنیتي ځواکونو ګزمې هم زیاتې کړي دي.


بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند شاهد الله شاهد مشال راډیو ته په استول شوي برېښنالیک کې هغوی پر مهمو تنصیباتو او ودانیو د حملو ګواښ کړی دی.

شنونکي وایي په سوات کې د ترسره شوو پوځي عملیاتو په څېر د اوسنيو عملیاتو اغېز هم د کراچۍ په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو پرېوتلی شي.

څېړونکي او کارپوهه عقیل یوسفزي له مشال راډیو سره به خبرو کې وویل، چې په دې وروستیو کې له پوځي عملیاتو پس وسله والو طالبانو خپل غبرګون د پاکستان په لویو ښارونو کې ښودلی دی.

«طالبانو مخکې څو ځل ویلي دي چې که یې پر ضد عملیات کېږي نو دوي به د پښتونخوا او قبایلي سېمو پر ځای د پاکستان لوي ښارونه په نښه کوي، که وکتل شي دوی په دې ورستیو کې همداسې کړي دي. په لویو ښارونو کې یې پوځي او ستراتیژیک او نور هغه ځایونه په نښه کړې دي چې موخه یې نړۍ ته ریاست کمزوری ښودل دي، اوس که د طالبانو دې حکمتعملۍ ته وګورو نو ترې ښکاري چې دا ځل به د دوی پر ضد د اپرېشن د بدل اخیستو ډېر اغېز د پاکستان په ښارونو پرېوځي»

خو د سیاسي چارو یو بل کارپوه ډاکټر توصیف احمدخان وایي که پوځ په دوو هفتو کې دغه عملیات په کامیابۍ سره ترسره کړي نو په لویو ښارونو کې به یې پرېوتونکی اغیز کم وي، دی وايي په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰م کلونو په سوات او قبایلي سېمو کې ترسره شوو پوځي عملیاتو زیاته موده نیولې وه چې له امله یې د پاکستان پېښور ، کراچۍ او نور ښارونه تر دې دمه اغیزمن دي.

«د دې زیات خطر دی چې وسله وال په کراچۍ کې مهم ځای په نښه کړي ځکه چې له وسله والو سره د کراچۍ په ګډون په نورو ښارونو کې موجودې وړې ډلې ښې اړیکي لري. دوی لکه څنګه چې د کراچۍ په هوایي میدان حمله وکړه دغه ډول نورې حملې هم د ځایي وسله والو ډلو په مرسته کولی شي. دوی په ځینو مهمو ځایونو کې خپل کسان لري، خو که پوځ په دوو هفتو کې کامیاب شي نو بیا به طالبان په دې ونه توانیږي چې د پاکستان په ښارونو کې لویه کاروایي وکړي»

د ډاکټر توصیف احمدخان په خبره که حکومت غواړي چې د تل لپاره د ترهګرې نوغې له پاکستانه وباسي نو باید د پنجاب صوبې په ځینو برخو کې هم عملیات وکړي.

XS
SM
MD
LG