د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ضیاالحق امرخېل دې له دندې لیرې کړل شي'


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخېل
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخېل

د افغانستان ولسمشریزه انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله غوښته کړې ده چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس دې له دندې ګوښه کړل شي.

د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله بېګا ماښام «یکشنبه» په کابل کې خبریالانو ته وویل، ضیاالحق امرخېل د انتخاباتو په دوهم پړاو کې په ټګۍ او درغلۍ تورن دی. خو امر خېل پر هغه لګېدلي تورونه ردوي.


عبدالله وویل، چې امرخېل د انتخاباتو پر ورځ د کمیسیون له مرکزي دفتره د هغو پاڼو د لېږدولو په هڅو تورن دی چې کار نه و ترې اخیستل شوی.

نوموړي زیاته کړه، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس باالفعل نیول شوی نو ځکه باید په دې برخه کې څېړنې وشي او دی له خپلې دندې لېرې شي.

عبدالله د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون لفظي حملې وکړې.

عبدالله د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د خلکو د ګډون د کچې په اړه د کمیسیون پر ادعا هم شک څرګند کړ ویې ویل، په دې ځل انتخاباتو کې د رای ورکوونکو شمېره چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشر احمدیوسف نورستاني په وینا اوه میلیونه وګړي وو، ښايي سمه نه وي.

نوموړي په ټاکنو کې پر ټګۍ اندېښنه څرګنده کړه او ادعا کوي چې د هغه د ټيم ځینې څارونکي ډبول شوي او بندیان شوي دي.


د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهرظاهر وايي، پولیسو د شنبې په ماسپښین د حساسو انتخاباتي موادو یوه جوپه ونیوله، چې د ههغه په خبره دا مواد د پولیسو له خبرتیا پرته په دوو موټرو کې د کابل سروبي ولسوالۍ ته واستول شي.

جنرال ظاهر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا پر رییس ضیاالحق امرخېل تور ولګاوه چې دا مواد یې د یوه کاندید په ګټه د درغلیو په مقصد انتقالول. خو امرخېل دا تورونه رد کړي.

له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې امرخېل د دې پېښې په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.

له دې مخکې د کورنیوچارو وزیر دا قضیه د پولیسو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو ترمینځ د ناوړه تفاهم نتیجه بللې وه او ویلي یې ول، چې په دې اړه د څېړنې لپاره به یو ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شي.

ملګروملتونو هم د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو غوښتي چې؛ د انتخاباتو مسوولو چارواکو ته د رای شمېرنې او د ټګیو څېړلو موقع ورکړي.
XS
SM
MD
LG