د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزيشن ګوندونه: دخيبر پښتونخوا د حکومت بجټ کې عامو خلکو لپاره هيڅ نشته


سکندر شيرپاو
سکندر شيرپاو
خالد خان (پيښور) - د خیبر پښتوخوا د مالي کال ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م لپاره بجټ پرون مازیګر د خزانې وزیر سراج الحق په صوبايي اسمبلۍ کې وړاندې کړ.

سراج الحق پرون صوبايي اسمبلئ ته وويل چې د څه دپاسه څلور سوه اربو روپو په بجټ کې يې نوي ټیکسونه نه دي لګولې خو په دولت مندو خلکو او کاروبار کونکو یي مالیې زیاتې کړې دي.

هغه وويل: ((د کر په زمکو او د لويو لويو شخصي تعليمي ادارو تر څنګ په لويو شخصي روغتونونو هم ماليه زياته شوي.))

د خيبر پښتونخوا د حکومت ترمخه په بجټ کې یو سل نهه دیرش اربه روپۍ د پرمختګ د کارونو لپاره بېلې شوي. د چارواکو په خبره د حکومتي کارکوونکو تنخاوې يې لس فيصده ډيرې کړي.

د دې صوبې وزیر اعلی پرویز خټک خبريالانو ته پرون وويل چې د خوراکي شيانو د ارزانه کولو لړ کې يې د اوړو او غوړو بيې راکمې کړي. خو د خيبر پښتونخوا حکمران تحريک انصاف ګوند د دې بجټ په اړه اپوزيشن ګوندونه وايي چې تېر کال هم حکومت دغسي وعدې او دعوې کړي وي خو عامو خلکو ته ترې کومه ګټه ونه رسيده.

صوبايي اسمبلئ کې د اپوزيشن ګوندونو مشر، مولانا لطف الرحمن وايي: ((حکومت بايد خلکو ته ووايي چې د امن لپاره يې څه وکړل. تاجران يا سوداګر له صوبې د بې امنۍ له وجې تښتي.
ته کاروباريانو ته امن نه شي برابرولی او دپاسه پرې ټيکسونه هم زياتوي. دا حق درته چا درکړ.
))

د قامي وطن ګوند يو مشر سکندر شیر پاو د بجټ په اړه مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې د خزانې وزير سراج الحق په خپل تقرير کې يوه خبره کوي او په عملي توګه بجټ کې نور څه دي.
نوموړي زياته کړه: ((دا بجټ ښه نه دی. د خسارې بجټ دی.))
XS
SM
MD
LG