د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ عيسايي غړی ووژل شو


د بلوچستان اسمبلۍ غړی، هينډری مسيح
د بلوچستان اسمبلۍ غړی، هينډری مسيح
د بلوچستان په سرښار کويټه کې د دې صوبې د اسمبلئ اقليتي غړی هېنډري مسيح وژل شوی. د چارواکو په خبره پيښه نن غرمه د کويټې په نوي کلي سيمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې پر نوموړي د خپل کور مخ ته ډزې وشوي.

د بلوچستان وزيراعلی ډاکټر مالک بلوچ نن خبريالانو ته وويل چې هينډري مسيح خپل يو ساتونکي وژلی. د نوموړي په خبره د دې ساتونکي د نيولو کوششونه او پلټنې روانې دي. د رسنيوو ترمخه په پيښه کې د نوموړي وراره هم زخمی شوی.

هېنډري مسيح د بلوچستان د صوبايي حکومت د واکمن ګوند نېشنل پارټۍ غړی و او د لږکيو پر چوکۍ منتخب شوی و. د هغه د وژنې سبب لا تر اوسه نه دی معلوم شوی.
XS
SM
MD
LG