د لاسرسي ځای

په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي نیکولی ملادینوف د ویډیو کانفرنس له لارې د امنیتي کونسل غړیو ته ویلي چې په عراق کې د تشدد پېښو د غځېدو سمدستي خطر نشته.

په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي نیکولی ملادینوف د ویډیو کانفرنس له لارې د امنیتي کونسل غړیو ته ویلي چې په عراق کې د تشدد پېښو د غځېدو سمدستي خطر نشته.


په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، عراق به د امریکا نورو مرستو ته اړتیا لري خو په دې اړه يې نور تفصیل ورنکړو چې امریکا به له عراق سره څه ډول مرستې کوي.

په واشنګټن کې لوړ پوړي امریکايي چارواکي په دې خبره غورکوي چې په عراق کې ډرون بریدونه پیل کړي کنه؟

بلخوا سخت دریځه مذهبي وسله والو اعلان کړی دی چې د عراق په موصل ښار او نورو هغه سیمو کې به شرعي قانون عملي کوي چې دوی تر قبضې لاندې دي.

ولسمشر اوباما په عراق کې راولاړېدونکی صورتحال په څرګنده یو بیړنې حالت بللې دی او زیاته کړې يې ده چې د وسله والو بریدونه باید د عراقي حکومت لپاره د راویښیدو غږ وي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عراق د شمالي برخو څخه د امریکايي کمپنو ملازمین راوباسي.

د اي اېس اي ایل په نوم د سخت درېځې ډلې وسله والو د عراق دوه لوی ښارونه موصل او تیکریت قبضه کړي دي او په بغداد د ورختو اعلان يې کړی دی.
XS
SM
MD
LG