د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال ملاتړ به راتلونکی افغان حکومت او دولت پیاوړی کړي


فارن پالیسي مجله لیکي، د مې پر ۲۷مه نېټه امریکايي ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ چې دی به د ۲۰۱۶ز کال تر پایه له افغانستانه خپل شاوخوا ټول سرتېري وباسي.که څه هم دا اعلان په ابتدايي ډول د امریکایانو لپاره وو چې غواړي نور یې سرتېري کور ته ستانه شي

فارن پالیسي مجله لیکي، د مې پر ۲۷مه نېټه امریکايي ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ چې دی به د ۲۰۱۶ز کال تر پایه له افغانستانه خپل شاوخوا ټول سرتېري وباسي.که څه هم دا اعلان په ابتدايي ډول د امریکایانو لپاره وو چې غواړي نور یې سرتېري کور ته ستانه شي، خو په افغانستان کې ولس او سیاسي مشرانو له دې اعلانه مثبته اشاره وانخیسته. افغانانو غوښتل چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د امریکا ښکاره ژمنتیا وویني.


په لیکنه کې راغلي، د اوباما حکومت ښايي هیله ولري چې د هغه دا اعلان د افغانستان پر ادارو د باور په مانا وي، خو د افغان پارلېمان غړې فوزیه کوفي وايي، دا اعلان د دوی د یوازې پرېښودو په مانا دی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو لپاره. د دې په وینا، کله چې اوباما دا وايي چې ((نور د دې یوې لسیزې جګړې پاڼه اړول په کار دي)) نو افغانان یې په دې مانا اخلي چې ((دوی دې ۱۹۹۰ز لسیزې ته ستانه شي.)) د دې په وینا، هغه وخت نړۍ د دې خبرې هېڅ پروا نه کوله چې په افغانستان کې څه پېښېږي.

په لیکنه کې راغلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ته د ژمنتیا په سترګه لیدل کېږي. د امریکا د سولې څېړنیز مرکز یو رپورټ ښيي چې کله افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د دوه اړخیزه تړون له لاسلیکه انکار وکړ نو تر هغې وروسته په افغانستان کې خلکو د پیسو لګولو لوی پلانونه وځنډول. ځینو زده کوونکو د پیسو بچت لپاره پوهنتونونه پرېښودل، ځینو د خپل بانک له کارډونو پیسې استعمالول پرېښودل.

د رپورټ تر مخه، ځینو خلکو د بچت او زیاتو پیسو تر لاسه کولو هغو طریقو ته لاس واچاوه چې ناقانونه دي. لکه ځینو کسانو چې له لویو نړیوالو سازمانونو سره یې کار کاوه، له زرګونه ډالرو سره وتښتېدل. اداري فساد زیات شو او د افغانستان د حکومت کلنۍ ګټه له هدفه ۱۱ فیصده کمه شوه. له دې سره سره په ډېرو سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شو.

په لیکنه کې راغلي، د اوباما له اعلان سره ښايي دا ډول بې باوري نوره زیاته شي.

فارن پالیسي مجله لیکي، که راتلونکی افغان ولسمشر نړیوال ملاتړ ونلري نو د افغانستان ګاونډي هېوادونه ښايي خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي. له دې سره سره، وسله وال طالبان هم ښايي نوی حکومت کار کولو ته پرېنږدي.

په لیکنه کې راغلي، په افغانستان کې د ریاست او حکومت دوام له مسلسل نړیوال ملاتړ سره تړلی دی. په افغانستان کې د انتقال د دورې بریا د امریکا حکومت له اشارو سره تړلې ده.

فارن پالیسي مجله زیاتوي، ټولو ته مالومه ده چې په ۱۹۹۰ز لسیزې کې د ډاکتر نجیب الله حکومت د سرتېرو تر وتلو وروسته فعاله وو خو حکومت هغه وخت ناکامه شو چې شوروي اتحاد ړنګ شو او روسیې نور له افغانستان سره مرستې نشوې کولای.
XS
SM
MD
LG