د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عراق وضعیت څېړلی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې د عراق په اړه بحث کړی دی چې پکې اسلامپالو وسله والو یو شمېر ښارونه او سیمې نیولې دي.


د شورا مشر او په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وېتالې چورکېن بېګا ناوخته وویل، په عراق کې د ملګرو ملتونو سفیر نېکولای ملادینوف د ویډیويي خبرو له لارې [د شورا] غړو ته ویلي دي چې ((په سمدستي ډول د تاوتریخوالي بغداد ته د غځېدو خطر نشته.)) تر دې مخکې، په واشنګټن کې امریکايي ولسمشر باراک اوباما وویل، عراق به له امریکا نورو مرستو ته اړتیا لري خو دا یې روښانه نه کړه چې دوی به څه ډول مرستو ورکولو ته چمتو وي.

لوړپوړي امریکايي چارواکي وايي، واشنګټن پر دې خبرې غور کوي چې ایا په عراق کې د بې پیلوټه الوتکو حملې وکړي او که څنګه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG