د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیتي ارګانونو د احتمالي لاسوهنو اندیښنې


په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکیو د یوې خبري ناستې د لارې په یاد ولایت کې د امنیتي ارګانونو د احتمالي درغلیو په باب خپله انديښنه په ډاګه کړه.

په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکیو د یوې خبري ناستې د لارې په یاد ولایت کې د امنیتي ارګانونو د احتمالي درغلیو په باب خپله انديښنه په ډاګه کړه، دوی وویل، په خوست کې امنیتي ارګانونو په تېرو ټاکنو کې یو شمېر د انتخاباتو کسان وهلي ډبولي او تهدید کړي ول او اوس هم ورته داسې شکایتونه رسیدلي چې پوځي ادارې غواړي په دې پروسه کې لاسوهنې وکړي.


په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون او د دارالانشاه مسوولین انديښنه لري، چې ښايي امنیتي ارګانونه د شنبې ورځې په ټاکنو کې لاسوهنې وکړي.

دوی، چې د جمعې په ورځ په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې په تېرو ټاکنو کې امنیتي کسانو په ټاکنیزو مرکزونو او حوزو کې د ټاکنو د کمیسیون ځني کارمندان وهلي، ډبولي او تهدید کړي ول او حتا د امنیتي مسوولینو په وړاندې یو شمېر صندوقونه مات شوي او رای پاڼې شوکول شوې وې.

په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشاه مشر فیض الله غمخور په خپلو خبرو کې په تېرو ټاکنو کې یو شمېر سرغړونو یادونه وکړه او امنیتي کسانو وغوښتل چې په کلکه دې د دا ډول سرغړونو ډډه وکړي:

((په تېرو انتخاباتو کې لکه څرنګه چې ولیدل شول، ځنو امنیتي ارګانونو له دې کبله چې د ټاکنو د قانون سره نابلده ول، په ځنو ځایونو کې يې تخلفات ترسره کړل، ډي اف سیان يې په خپل سر ونیول، ځني مامورین يې ووهل، په اوسنیو انتخاباتو کې هم موږ ته یو شمېر شکایتونه رارسیدلي دي، ځني امنیتي ارګانونه غواړي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، د دې په خاطر راغونډ شوي یو، چې موږ دوی ته دا په ډاګه کړو، چې امنیتي ارګانونه یوازې د امنیت دنده لري، د ټاکنو مرکزونو ته د کوم قانوني مجوز پرته د ننوتو حق نه لري.))

په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو مشر مولوي خانزاده خان هم په تېرو ټاکنو د امنیتي ارګانونو ځني انتخاباتي سرغړونې یادې کړې او ویې ویل دا مسلې باید د شنبې ورځې په ټاکنو تکرار نه شي:

((په تېرو ټاکنو کې مداخلت شوی وو، که ستاسو خیال وي د پیربادشاه په کلي کې چې کوم صندوقونه ورک شول، نو هلته د امنیتي ارګانونو مسوولیت وو، د ځنو ځایونو څخه صندوقونه رابار شوي وو، امنیتي موظفین هم ورسره وو، صندوقونه مات شوي وو او په هغه کې بعضې رای پاڼې شکیدلې وې، نو د همدې په خاطر موږ دا کنفرانس ورکوو، چې بیا داسې سرغړونې تکرار نه شي.))

خانزاده خان وړاندې وویل، چې اوس هم ورته د امنیتي کسانو مداخلو په باب ګڼ شکایتونه راغلي، نو هر چا ته بایده دي، چې خپل قانوني مسوولیتونه سرته ورسوي، نه دا چې د نورو په چارو کې مداخلو ته لاس واچوي، یو ځل بیا د خوست د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رئیس:

((په اول پړاو انتخاباتو کې داسې شکایتونه موږ ته راغلي وو او اوس هم داسې شکایتونه موږ ته راروان دي، هغه وخت هم دا خبره شوې وه، چې ځای په ځای ساحوي ناظمان او زموږ کارمندان تهدید شوي وو، موږ ته شکایات راغلي وو، دغسې اوس هم راځي، له دوی نه دا هیله لرو چې د هر چا خپل مسوولیت دی او خپل يې کار دی، هر څوک دې خپل مسوولیتونه مخته بوځي، په داخل دې مرکز کې مسوولیت د انتخاباتو د کمیسیون د کارمندانو دی او باید د مداخلې نه مخنیوی وشي.))

په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مسوولین داسې مهال د امنیتي ارګانونو احتمالی مداخلې ته په انديښنه کې دي، چې د پنجشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامدکرزي د دفاع وزارت منسوبینو ته په ویډیويي کنفرانس کې په کلکه وویل، چې امنیتي ارګانونه دې په ټاکنو کې لاسوهنه او مداخله نه کوي.
XS
SM
MD
LG