د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ ملت پاله مشر نواب مری خاورو ته وسپارل شو


د سپينږيري بلوڅ بېلتون غوښتونکي سیاستوال نواب خیربخش مری د جنازې مراسم د کوټې د هاکي لوبغالي پر ځای د کوټې په نيو کاهان مري سیمه کې ترسره شوو.

د سپينږيري بلوڅ بېلتون غوښتونکي سیاستوال نواب خیربخش مری د جنازې مراسم د کوټې د هاکي لوبغالي پر ځای د کوټې په نيو کاهان مري سیمه کې ترسره شول.


کله چې د نواب مري مړی د کوټې هاکي لوبغالي ته راوړل شو، نو ځينو بلوڅو مېرمنو د ده مړی په یو بیرغ کې راونغښت ، دې بیرغ ته بلوڅ بیلتون پالي د ازاد بلوچستان د بیرغ نوم ورکوي. د نواب خیر بخش مری مړی بې له جنازې له هاکي لوبغالي په زوره ویوړل شو او وروسته د کوټې له هزارګنجي سره څېرمه د نيوکاهان مري په سیمه کې يې د جنازې مراسم په سختيو امنيتي تدابیرو کې ترسره شول او همدلته خاورو ته وسپارل شو.

تردې وړاندې د نواب مری يوه زوی جنګېز مري چې د بلوچستان اسمبلۍ غړی دی، غوښتل چې د جنازې مراسم يې د کوټې په هاکي لوبغالي کې وشي، او بیا په کوهلو سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

خو د نواب مری نورو زامنو خیربیار مري، مهران مري او نورو بېلتون غوښتونکو بلوڅو بیا غوښتل چې همدلته په نیو کاهان مري کې يې خاورو ته وسپاري.

نواب خیربخش مری د ورپېښې ناروغۍ له امله وړمه ورځ د کراچۍ په يوه شخصي روغتون کې سا ورکړه. خو دده زامن او پلويان يې بیا وايي، چې نوموړی د پاکستان ادارو وواژه.
XS
SM
MD
LG