د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د وسله والو پرضد عملیاتو ته زړه نا زړه دی


فایل فوټو
فایل فوټو
فايننشل ټايمز ورځپاڼې په یو راپور کې د کراچۍ پر هوايي ډګر د تېر اتوار د شپې د وسله وال بريد او په همدغه ورځ د بلوچستان په تفتان سيمه کې پر شيعه زيارت کوونکو ځانمرګي بريد ته کتنه کړې ده.

د کراچۍ پر هوايي ډګر بريد کې، چې پاکستاني طالبانو يې پړه ومنله، د لسو تنو وسله والو په ګډون ۲۹ کسان ووژل شول. د تفتان په پېښه کې بيا، چې د طالبانو د يوې ملګرې سخت دريځې اسلامي ډلې لخوا تر سره شوه، ۲۳ شيعه مسلمانان ووژل شول.

ليکنه زياتوي، داسې ښکاري چې د کراچۍ هوايي ډګر د امنيت لپاره، هغه رنګ چې لازمه وه، اقدامات نه وو شوي. حال دا چې د ۲۰۱۱ م کال په مئي مياشت کې طالبانو په هم دې ښار کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر هوايي اډه بريد کړی و، او د دوو امريکايي الوتکو د تباه کولو سربېره يې لس تنه پاکستاني امنيتي سرتيري وژلي وو.

دغه راز د ۲۰۱۲ م کال په دسمبر مياشت کې ترهګرو د پېښور هوايي ډګر تر بريد لاندې راوست.

د ليکنې تر مخه، د پاکستان پوځ له تېرو څو مياشتو راهيسې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو د پناه ځايونو د په نښه کولو په معامله کې زړه نه زړه دی.

د پاکستان وزيراعظم بيا د پوځي عملياتو پر ځای له وسله والو سره د خبرو لار غوره کړې ده. د نواز شريف حکومت، چې په تېره فبرورۍ مياشت کې يې له طالبانو سره امن مذاکرات پيل کړل، لا هم د دغو خبرو يوې ښې پايلې ته هيله من دی.

خو ليکنه کې راغلي چې طالبانو د مذاکراتو په شپو ورځو کې د حکومت پر ضد جګړې ته لا ډېره تياري ونيوله.

د دې لپاره چې نور وخت هم ورته ترلاسه شي، طالبانو په مارچ مياشت کې له حکومت سره اوربند اعلان کړ، خو په عين وخت کې يې پر ولسي وګړو او پوځي مقاماتو خپلو بريدونو ته دوام ورکړ.

د اپريل پر شپاړسمه يې بيا د اوربند پرېکړه، په دې ويلو سره چې د پاکستان حکومت په امن خبرو کې سنجيدګي و نه ښوده، بيرته واخيسته.

په ليکنه کې راغلي، شمالي وزيرستان نه يوازې د پاکستاني او افغان طالبانو پناه ځای دی، بلکې دا ځای د القاعده جنګياليو روزنیز مرکز هم دی، چې د مينځنۍ آسيا هېوادونو ترهګر، د چين يوغوريان، د قفقاز چيچنيانان او له اروپا څخه نوي مسلمان شوي کسان ورته ورځي.

ليکنه زياتوي، دا مهال تر ټولو مهم کار دا دی چې د پاکستان پوځ د طالبانو پر ضد زمکني عمليات پيل کړي او د هېواد هغه سيمې، چې د طالبانو په ولکه کې دي، بيرته ترې واخلي.

په ليکنه کې پر دې خبره ټينګار شوی چې د پاکستان حکومت بايد له طالبانو سره د امن خبرې ختمې کړي او د دوی پر ضد د عملياتو لپاره پوځ قبايلي سيمو ته وليږي.
XS
SM
MD
LG