د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ۱۲وسله وال وژل شوي


د افغانستان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي ویاند ادریس مومند مشال راډیو ته د پنجشنبې په ورځ وویل، نن (پینجشنبه) سهار شاوخوا پینځه بجې د پچيراګام ولسوالۍ پچيرتنګي کې د سرحدي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په څلور ساعته نښته کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون دولس تنه وسله وال وژل شوي او اووه تنه يې ټپیان کړي دي.


د ادریس مومند په خبره د وسله والو طالبانو جسدونه په سیمه کې پراته دي او پر سرحدي پوستو د وسله والو خال خال ډزې د خبر د لیکلو تر مهاله روانې دي،چې د دوی لخوا يې هم قوي مقاومت جریان لري.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بيا په دې نښته کې د خپلو شپږو تنو ملګرو زخمي کیدل منلي او ادعا يې کړې،چې دوی په ياده سیمه کې دوه پوستې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي او دارنګه اولس تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده،خو د سرحدي پولیسو چارواکي بیا د خپلو څلور تنو سرحدي سرتیرو زخمي کیدل مني او د طالبانو نورې ادعاوې بې بنسټه بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG