د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید کې ۱۴ وسله وال ووژل شول


په شمالي وزیرستان کې بیګاه د شپې او نن (پنجشنبه) سهار ترسره شوي درې ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ مشکوک وسله وال وژل شوي، دا په روان کال کې اولني ډرون بریدونه دي.

په شمالي وزیرستان کې بیګاه د شپې او نن (پنجشنبه) سهار ترسره شوي درې ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ مشکوک وسله وال وژل شوي، دا په روان کال کې اولني ډرون بریدونه دي.


د امنیتي او استخباراتي ادارو چارواکو او ځاي سرچینو مشال ریډیو ته نن سهار وویل په او لنې ډرون برید کې بیګا ناوخته د میران شاه بازار سره نزدې تبې سیمه کې د وسله والو دیو مرکز مخې ته ګاډې په نښه شوې چې په پکې شاوخوا څلور وسله وال وژل شوي.

دویم برید چې څه باندې یوه بجه شوې په دې کې د بارودو ډک یو ګاډې ویشتل شوې چې پکې لږ تر لږه شپږ وسله وال وژل شوي او دریم برید په درګا منډۍ سیمه نن سهار وختي د وسله والو په یو مرکز ترسره شو چې پکې د څلورو وسله والو د وژل کیدو او نور دوو د ژوبل کیدو خبر راغلې دې.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې تحریک طالبان په کراچۍ هوایي میدان کې برید کړې وو چې په نتیجه کې یې خوا اوشا دیرش تنه ووژل شو.
XS
SM
MD
LG