د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د عراق د وضعې په اړه غونډه کوي


د ملګرو ملتونو امنیتي شورا به نن (پنجشنبه) غونډه کوي چې پکې به عراق کې خرابیدونکي حالاتو باندې بحث کیږي. په دغه هیواد کې د القایده سره تعلق لرونکی سني یاغي ډلو د موصل ښار د نیولو نه پس پرون یو بل مرکزي ښار تکریت هم نیولې دې.


بلخوا د امریکا وایټ هاؤس ویلي په عراق کې په تیرو ۲۴ ګهینټو کې امنیت ډیر خراب شوې دې او دوی د وسله والو لخوا په روانو بریدونو ډیر اندیښمن دي.

هلته په موصل ښار کې پرون د چارشنبې پر ورځ وسله وال د ترکي کونسل ګرۍ ته هم ننوتي او د ترکي ۸۰ کسان یې نیولي دي. د ترکي حکومت د هړکه ورکړې چې که به دغو کسانو کې چاته هم زیان ورسیده نو دوی به جوابي کاروايي کوي.

د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د وسله والو لخوا د دغه ترکي کسانو د نیولو او د عراقي سیمو د قبضه کولو غندنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG