د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د بهسودو پول د جوړيدو چارې پيل شوې


په ننګرهار کې د بهسودو دويم نوي پول د جوړیدو چاري د بنسټ دبره د چارشنبې په ورځ کيښودل شوه.

په ننګرهار کې د بهسودو دويم نوي پول د جوړیدو چاري د بنسټ دبره د چارشنبې په ورځ کيښودل شوه. چارواکي وايي، یاد پل د فواېد عامې وزارت د ۳ میلونو او ۴۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه کال په موده کې جوړیږي. د دغه پله په جوړيدو سره به دننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو د خلکو ستونزې تر ډيره راکمې شي.



د بهسودو د دويم پله د بنسټ د ډبرې د ايښودو پر مهال د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين له قراردادي شرکت څخه غوښتنه وکړه چې د پول د جوړيدو چارې دې د قرارداد د مادو پر بنیاد په اساسي توګه پر مخ بوزي. نوموړی وايي:

« د الینګار الکوزي شرکت نه چې دغه پول يې په قرارداد اخيستی، غوښتنه مې دا ده چې په همغه کوالټي، په همغه ډيزاين او په همغه اسحکام باندې چې په قرارداد کې ټول مواد ذکر شوي دي، خدای ناخواسته چې داسې ونه شي چې د زموږ د کلونو کلونو انتظار بيا داسې يو جوړښت وي چې دوه درې کاله بعد د تخریب په وړاندې ارزه کيږي او مشکلات ایجادوي.»

هغه زیاته کړه، د دې پل په جوړیدو سره به د ختیځو ولایاتو سلګونو زرو خلکو او کارو باریانو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي. دی وایي:

د بهسودو پول د کونړ ولايت لپاره، د نورستان ولايت لپاره حتی د لغمان او کابل ولايتونو لپاره، کله چې د ډرونټې لاره او زموږ عمومي سرک بند وي، د ګمبیرې په استقامت باندې هم د لغمان له طریقه او هم د ډرونټې د ثابت پول له طريقه لغمان او کابل سرک سره يو ځای کيږي او خلک به پرې سفرونه کوي.»

د ننګرهار ولسي وکړي خوښ دي چې په ولایت کې يې یوه لویه ټولګټې پروژه پلې کیږي. دوی وايي د بهسودو پله څخه د تېریدلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، که چيرې دوهم پول جوړ شي نو ډيرې ستونزې به يې حل شي، په دې اړه د بهسودو ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملک نعمت مشال راډیو ته وویل:

« په دغه لاره باندې ډير خلک عبور او مرور (تګ راتګ ) کوي، دې ته ډيره اړتيا او ضرورت و. په ورځ کې به دا پول دوه، ساعته، درې ساعته او تر پينځو ساعتونو پورې بند و. مشکلات هم تجارتي و، خلکو ته ولسونو ته او بزګرو ته ټولو ته مشکلات وو. دا ډير په ځای پروژه ده او ډير خلک ترې ګټور کيږي.»

یاده دې وي، چې د بهسودو لومړی پول شاو خوا پنځوس کاله پخوا د ۳۵۰ ميترو په اوږدوالي او اته ميتره پلنوالي جوړ شوی وو، چې د استهلاک موده يې هم پوره شوې ده او درې کاله پخوا بمي چاودنو زيامن کړی هم و. دويم پول به ۳۵۰ ميتره اوږدوالی او ۱۲ ميتره پلنوالی ولري.
XS
SM
MD
LG