د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات او ملاکنډ کې سرتېري، د اې اېن پي او امن کمېټو غړي ووژل شو


د ملاکنډ د لیویزو یوه سرتېري ګلروز مشال راډيو ته وویل، وسله والو په غاور کلي کې پر امنیتي پوستې برید وکړ او دوه سرتېري یې ووژل.

لومړۍ پېښه بېګا شاوخوا دوه بجې د ملاکنډ په سخاکوټ کې شوې ده. د ملاکنډ د لیویزو یوه سرتېري ګلروز نن مشال راډيو ته وویل، وسله والو په غاور کلي کې پر امنیتي پوستې برید وکړ او دوه سرتېري یې ووژل.


دویمه پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کبل تحصیل په بره بانډۍ کې وشوه چې پکې درې کسان وژل شوي دي. د پولیسو یوه چارواکي مبارک خان مشال راډيو ته وویل، په پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي دي. دی زیاتوي چې د امن کمېټې پر یوه ګاړي چې له شکردرې مېنګورې ته پر لار و برید شوی چې حضرت حسېن وژل شوی او د هغه د یو ساتونکي په ګډون د امن کمېټې یو بل غړی ژوبل دی.

په درېیمه پېښه کې بیا په بره بانډۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ یو ځايي مشر خلیل الله د وسله والو په برید کې وژل شوی او د هغه ساتونکی ژوبل دی.

ځايي چارواکي وايي چې له دې پېښې پس د پاکستان امنیتي سرتېرو او د امن لښکر غړو په سمه کې د وسله والو لټون پیل کړی او په ځېنو سیمو کې یې ګرځبندیز لګولی دی.

د عوامي نېشنل پارټۍ یوه مشر او د ځنګلاتو پخواني وزیر واجد علي خان مشال راډيو ته وویل، له دې پېښو د پاکستان مرکزي او د پښتونخوا صوبايي حکومت کمزوري او ناپوهي جوتېږي. څکه چې د خبرو په نوم یې وخت ضایع کړ. دی وايي، ګوند یې غواړي چې د وسله والو پر ضد کوټلي او سنجیده ګامونه واخیستل شي او د ترهګرۍ روانه لړۍ دې د تل لپاره پای ته ورشول شي.

د دغه بریدونو پړه چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG