د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۱۵۰ پولیس د مسلکي زده کړو فارغ شول


د چهارشنبې ورځې ناوخته په خوست کې ۱۵۰ تنه پولیسانو ته تر مسلکي زده کړو وروسته د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول، په مراسمو کې د یاد ولایت امنیه قوماندان وویل، چې نوي فارغ شوي پولیسان به د شنبې ورځې د ټاکنو د امنیت او نظم د ساتنې له پاره وګمارل شي.

د چهارشنبې ورځې ناوخته په خوست کې ۱۵۰ تنه پولیسانو ته تر مسلکي زده کړو وروسته د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول، په مراسمو کې د یاد ولایت امنیه قوماندان وویل، چې نوي فارغ شوي پولیسان به د شنبې ورځې د ټاکنو د امنیت او نظم د ساتنې له پاره وګمارل شي.


د دیني فرایضو ترسره کول، د خلکو او هېواد څخه ساتنه د پولیسو مهې دندې دي او په دې لاره کې قرباني د هر سرتیري ویاړ او د دنیا او اخرت د بریالیتوب لامل ګرځي.

دغه ټکی خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د پولیسو د تعلیمي مرکز څخه د ۱۵۰تنو د فراغت په مراسمو کې څرګند کړ، هغه وویل چې پولیسو په تېرو دوه میاشتو کې ښې زده کړې حاصلې کړي او دا پولیس به د روزل شویو سرتیرو په توګه د دندو د اجراء پرمهال له یوې خوا د خلکو سره صمیمانه چلند کوي او بل لوري ته د خپلو مهارتونو څخه په استفادې به د امنیتي او جنايي پيښو مخنیوی کوي.

فیض الله غیرت وړاندې وویل، چې نوی فارغ شوي پولیس به د شنبې ورځې د ټاکنو د امنیت په خوندیتوب کې هم ښه رول سرته ورسوي:

((زما امر داشی دی منحیث دې ستاسو مسوول او مشر یوازې په دې به فکر کوئ، چې څرنګه هېواد وساتئ او څرنګه خپلو هېوادوالو سوله ییز شرایط برابر کړئ، د خلکو سره به ډېره نیکه ګوزاره کوئ، دښمنانو ته به قطعاً اجازه نه ورکوئ، یوهن ورځ خدای پیدا کړی یو او یوه ورځ به مرو، مګر هغه مرګ چې دالله تعالی په لاره کې وي، خلکو ته د خدمت په لاره کې وي، انشاالله و تعالی که شهیدان هم شو، نو جنت به مو نصیب کیږي.))

په خوست کې د پولیسو د تعلیمي مرکز قوماندان سمونیار محمدزمان تڼی مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دې پولیسو د افغاني روزونکو له خوا په ډېر ښه ډول دوه میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوي او دوی کولای شي، تر دې وروسته د پولیسو په لیکو کې د مسلکي کسانو په توګه خپلې دندې په بریالیتوب سره سرته ورسوي.

د نوموړي دوه میاشتني پروګرام یو تن فارغ خپل نظر راسره په دې توګه شریک کړ:

((یوسف خان ځاځي یم د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکی، د دوو میاشتو د زده کړو په جریان کې مو د وسلو لکه توفنګچې، کلاشینکوف او دهشکې انداخت او کارول زده کړل، موږ ته چې کومې پوځي زده کړې په دې اکاډمۍ کې راکړل شوي، موږ په ډېر څه پوۍ شو او خپلو شریفو خلکو ته به ډېر خدمت کوو.))

د پولیسو د فراغت مراسمو کې تر هغه وروسته چې ټولو فارغینو ته په یو اواز د صادقانه خدمت قسم او سوګند ورکړل شو، په پای کې د سیمه ییزو سندرغاړو د موسیقۍ په بدرګه یو کوچنۍ رسم ګذشت هم ترسره شو او په موزونو قدمونو او منظمو قطارنو کې يې د خپلو مشرانو په مخکې د درناوي مراسم ترسره کړل.

د یادونې وړ ده، په خوست کې له یوې مودې راهیسې په پرله پسې توګه پولیسو ته مسلکي زده کړې ورکول کیږي، چې په ټوله کې خلک د پولیسو اوسنۍ چلند د پخوا په پرتله ښه ارزوي.
XS
SM
MD
LG