د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: د وسله والو طالبانو له وېرې د توغ سرای له کیمپه خلکو کډې کړې


د کیمپ اوسېدونکي وايي، د مې پر ۳۰مه نېټه وسله والو طالبانو په کیمپ کې یو لیک اچولی وو چې پکې یې دوی ته ویلي ول چې له کیمپه دې ووځي.


د حبیب الله په نوم یوه کس نن مشال راډيو ته وویل، لیک د سید حافظ په نوم د یوه کمانډر له خوا لیکل شوی دی او دا چې په خط کې د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې ذکر دی. دی وايي، په لیک کې دعوه شوې ده چې په کیمپ کې بې حیايي روانه ده. حبیب الله زیاتوي، تر دې وروسته د دوشنبې یا ګل په شپه وسله والو پر کیمپ حمله وکړه. امنیتي ځواکونو د وسله والو برید ناکامه کړی دی خو د کیمپ اوسېدونکي د وېرې ښکار دي. چارواکي وايي، په هر صورت به د کیمپ د اوسېدونکو حفاظت کوي. پر کیمپ د حملې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG