د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د پاکستان پر خاورې توغندي ورولي دي.



د بلوچستان حکومت چارواکي او د پاکستان سرحدي ساتونکو ویاند رسنیو ته ویلي دي چې پېښه تېره ورځ شوې ده. چارواکي وايي، توغندي د دوی له سرحدي پوستې دوه کیلومیټره لرې په یوه بېدیا کې لګېدلي دي. د دوی په خبره، په پېښه کې مرګ ژوبله نه ده شوې. د پاکستان سرحدي ساتونکو ویاند خان واسع وايي، پاکستانیو سرتېرو په ځواب کې د ایران لوري ته توغندي وورول. ایرانیو چارواکو د دې مشکوکې حملې په اړه هېڅ نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG