د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق له موصل ښاره نژدې پنځه لکه وګړي وتلي دي


د مهاجرت نړیواله اداره اټکل کوي چې په عراق کې، له القاعده سره د تړلیو وسله والو له خوا د ښار تر نیولو وروسته له موصله شاوخوا پینځه لکه خلک وتلي دي.


د عراق او شام اسلامي دولت یاغیانو تېره ورځ، دعوه وکړه چې د ورځو تر درنې جګړې وروسته یې د نینوای ولایت موصل ښار پوره واک تر لاسه کړی دی. د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په موصل کې په تاوتریخوالي کې ((لوی شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.)) په عین وخت کې، د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زېباري ویلي، بغداد به له کردي پېشمرګه ځواکونو سره مرسته وکړي چې له موصله وسله وال بهر وباسي چې د ده په وینا ((جدي او وژونکی ګواښ دی.)) د عراق او شام اسلامي دولت وسله والې ډلې د جنورۍ له میاشتې راهیسې د انبار ولایت مرکز رمادي ځینې برخې او د فلوجې زیاتره برخې نیولې دي. عراقي وزیراعظم نوري المالکي له پارلمانه د بیړني حالت اعلانولو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG