د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان چې ښکاره څه وايي، هغه نه کوي'


د پاکستان د بهرنيوو چارو وزيارت وياندې تسنيم اسلم تېره ورځ اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې دوی په سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد ښه له پوره اخلاصه کار کوي او افغانستان بايد د خپلو پولو ساتنه وکړي.

افغان چارواکي وايي که پاکستان په قبايلي سيمو کې د وسله والو خلاف عمليات کوي نو بايد چې ترهګر د پولې بل پلو وروانه وړي. څېړونکي وايي چې وسله وال په اسانۍ سره د ډيورنډ پر کرښه اوښتی، را اوښتی او پټيدلی شي نو له دې کبله ضروري ده چې پاکستان، افغانستان او امريکا په شريکه د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له خلوصه ډک کار وکړي.


د رپورټونو ترمخه اسلام اباد کې د پاکستان د ملکي او پوځي مشرانو په غونډه کې د امنيت د ټينګولو لپاره د نورو مسلو تر څنګ قبايلي سيمو کې د طالبانو پر ضد د عملياتو په خبره هم بحث شوی، د افغانستان د دفاع وزارت وايي که اسلام اباد دغسي کوي نو بايد چې افغانستان ته د وسله والو د ور اوښتو مخه ونيسي.

د پاکستان د بهرنيوو چارو وزيارت وياندې تسنيم اسلم تېره ورځ اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې دوی په سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد ښه له پوره اخلاصه کار کوي او افغانستان بايد د خپلو پولو ساتنه وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت يو وياند دولت وزيري بيا مشال ريډيو ته وويل چې د شنبې ورځ د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې يې په سرحدي سيمو کې امنيت ډير سخت کړی خو پاکستان بايد د وسله والو د وراوښتو د مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.

هغه زياته کړه:

«دغه مخالفين چې را اوړي دا ټول په پاکستان کې دي. کورونه يې هلته دي. مرسته ورسره کوي، وسلې ورکوي او افغانستان ته يې راليږي. زموږ ارزو دا ده چې پاکستان افغانستان سره پوره همکاري وکړي. تر کومه حده چې پر موږ پورې مربوطه ده. افغانستان د دې بيخي طرفداره نه دی چې پاکستان کې دې بدامني وي. خو پاکستان چې په ښکاره څه وايي، هغه نه کوي. که پاکستان [د ترهګرۍ په وړاندې د ريښتيني ګامونو اخيستو] خپلې وعدې عملي کړي نو مشکل حليږي.»

د وال سټريټ جورنال ورځپاڼې د يو رپورټ ترمخه له ۲۰۰۴ کال راهيسې شاوخوا ۴۰۰۰ پاکستاني پوځيان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې وژل شوي. د پاکستان حکومت وايي له ۲۰۰۱ کال راهيسې له څلويښت زرو ډير وګړي د دې جنګ قرباني شوي.

د پاکستاني پوځ يو پخوانی افسر بريګيډير سعد محمد خان وايي که پاکستان غواړي دا جګړه ختمه شي بايد د بهرنۍ پاليسۍ د عملي کولو او سيمه کې د ګټو لپاره د وسله والو کارول پريږدي.

نوموړی زياتوي:

«موږ هر څه ته د هندوستان په تناظر کې ګورو چې هندوستان افغانستان کې دا وکړل او موږ بايد داسې وکړو. زما په خيال موږ بايد له دي څخه ځان راوباسو. موږ بايد افغانستان سره اړيکو ته د هندوستان په تناظر کې ونه ګورو. پکار ده چې زموږ امنيتي پاليسۍ جوړونکي په دې پوهه شي چې افغانستان کې امن زموږ لپاره ضروري دی. که افغانستان کې همداسې اور لګيدلی وي نو پاکستان به هم ترې درديږي. نو د دې لپاره پکار ده چې پاکستان پر طالبانو خپل اثر رسوخ استعمال کړي چې افغانستان کې مسله د خبرو د لارې حل شي او سيمه کې ثبات راشي.»

تېره مياشت د پاکستاني پوځ مشر کابل کې د خپل افغان سيال او افغانستان کې ميشته د ناټو پوځيانو مشر سره د سيمې د امنيت په اړه خبرې کړي وي. د امنيتي چارو کار پوه، پخوانی جنرل عتيق الله امرخېل وايي بايد دا دريواړه خواوې په شريکه د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره ريښتيني ګامونه واخلي او خپلو خبرو ته د عمل جامه ورواغوندي.

هغه وايي:

«د امريکې، پاکستان او افغانستان درې اړخيزو غونډو کې هميشه د پولې د امنيت په اړه خبرې کړي. ډير ملاقاتونه يې کړي خو د دې نتيحه ځکه مخې ته نه راځي چې پاکستان به هيڅکله له خپلو موخو وانه وړي. دا بربنډې خبرې دی. هر څوک پرې پوهيږي.»

د جنرل امرخېل په خبره قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ عمليات هله د پاکستان، افغانستان او سيمې د امنيت او ثبات لپاره ښه بلل کيدای شي چې دا د ټولو وسله والو خلاف وشي او ښه او بد طالبان پکې ونه کتل شي.
XS
SM
MD
LG