د لاسرسي ځای

په سوات او ملاکنډ کې په دوو حملو کې پینځه کسان وژل شوي دي




لومړۍ پېښه بېګا شاوخوا دوه بجې د ملاکنډ په سخاکوټ کې شوې ده. د ملاکنډ د لیویزو یوه سرتېري ګلروز نن مشال راډيو ته وویل، وسله والو په غاور کلي کې پر امنیتي پوستې برید وکړ او دوه سرتېري یې ووژل.

دویمه پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کبل تحصیل په بره بانډۍ کې وشوه چې پکې درې کسان وژل شوي دي. د پولیسو یوه چارواکي مبارک خان مشال راډيو ته وویل، په پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي دي.

د دواړو حملو پړه چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG