د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپينږیری بلوڅ ملتپال نواب خېر بخش مړ شو


نواب خېر بخش
نواب خېر بخش

مري په ۱۹۲۸م کال زوکړی وو او د بلوچستان ازادوونکي پوځ«بي اېل اې» مشر وو او په ۱۹۷۰مو کلونو کې له پاکستانه د ازادي غوښتونکي پاڅون یو د سر له مشرانو وو.

د بلوچستان سپينږیری بلوڅ ملتپال مشر او د وسله والې ډلې بي ایل اې پخوانی مشر نواب خېر بخش مري د ۸۶ کلونو په عمر بېګا شپه مړ شو. نوموړی درې ورځې وړاندې د کراچۍ په يوه شخصي روغتون کې د درملنې لپاره بستر کړل شو ی وو.


کورنۍ یې وايي، چې د خېر بخش مري مړی به نن«چارشنبه» د بلوچستان کوهلو سیمې ته وړل کېږي، او هلته به خاورو ته وسپارل شي.

مري په ۱۹۲۸م کال زوکړی وو او د بلوچستان ازادوونکي پوځ«بي اېل اې» مشر وو او په ۱۹۷۰مو کلونو کې له پاکستانه د ازادي غوښتونکي پاڅون یو د سر له مشرانو وو.

نوموړی په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ نسکورېدو وروسته خپله جلاوطني پای ته ورسوله.
XS
SM
MD
LG