د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمهوریت (په هېوادونو کې د مساوات تصور)


په جمهوریت یا ډیموکراسۍ کې یوه عقیده یا نظر د انسانانو د برابرۍ یا مساوات دی. په بله مانا، د یوې ټولنې د ټولو وګړو مساوات د جمهوري ارزښتونو یا اقدارو له جملې څخه دی.

په جمهوریت یا ډیموکراسۍ کې یوه عقیده یا نظر د انسانانو د برابرۍ یا مساوات دی. په بله مانا، د یوې ټولنې د ټولو وګړو مساوات د جمهوري ارزښتونو یا اقدارو له جملې څخه دی.


د سیاسياتو د علم په وینا، په جمهوري ټولنه کې ټول انسانان سیاسي، قانوني او ټولنیز مساوات لري.

یانې هر کس یو سیاسي فکر لرلای شي، پر یوې سیاسي تګلارې عمل کولای شي، د یوې سیاسي نظریې ملاتړ کولای شي، په سیاسي غونډو او جلسو کې برخه اخیستای شي او د سیاسي ګوندونو مخالفت یا ملاتړ کولای شي.

د سیاسي فکر او سیاسي هلو ځلو په ضمن کې د جمهوري ټولنې هر وګړی پوره ازادي لري. هر کس کولای شي چې په هېواد کې د سیاسي بهیر برخه جوړه شي. سیاسي ازادي د هر کس لپاره ده خو که په یوه هېواد کې د ځانګړو حالاتو له کبله د قانون تر مخه پر سیاسي ازادۍ بندیز ولګي نو دا بندیز هم یا د ټول هېواد پر کچ او یا هم د هېواد د یوې برخې پر ټولو وګړو عملي کېږي. کله کله داسې هم وي چې د هېواد قانون د هغه ملک وګړو ته خو سیاسي ازادي ورکوي خو په هغه هېواد کې مېشتو بهرنیو ته یې نه ورکوي.

د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې به واورئ چې په جمهوري ټولنه کې مساوات څه مانا لري؟ د مساوات څو قسمونه دي؟ په پاکستان کې ایا ټول ولس ته په مساوي سترګه لیدل کېږي او که نه؟ د قبایلي سیمو د ولس سیاسي، قانوني او ټولنیز حیثیت څه دی؟ د جمهوریت او مساوات تر منځ څه رابطه یا تړاو دی؟ د قبایلو خپله ټولنه تر کومه بریده پر مساوات او برابرۍ باور لري؟

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG