د لوګر چارواکي وايې چې د وسله والو په بريد کې د "ام، ډي، سي" موسسې اته تنه ماين پاکوونکي وژل شوي او دري تنه نور ټپيان دي.
د دي موسسې عملیاتي مسوول شاه ولي ایوبي ازادي راډيو ته وویل چې دغه پیښه نن سهار په محمد اغې ولسوالۍ کې شوې او د وسله والو له برید وروسته یې نور کار کوونکي خوندي ځایونو ته انتقال شوې دي.
نوموړي د دولت له مخالفو وسله والو وغوښتل چې د ماين پاکونکو له وژلو لاس واخلي.
تراوسه ددي پيښې مسولیت کومې ډلې ندی منلی.