د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایساف هوايي بمبار خپل او افغان سربازان ووژل


افغان پوځي چارواکي وايي، د زابل ارغنداب ولسوالۍ په ګزې سيمه کې ايساف ځواکونو په تېروتنه سره پر خپلو سرتېرو او افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې پنځه د ایساف او د افغان ملي اردو سرتېری وژلي دي.


په جنوب کي د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال سید واقف شاه وايي، بېګا شپه په دغه سیمه کې دایساف پلي ځواکونو د عملياتو پر مهال د هوايي ځواک مرسته غوښتې وه چې د ايساف هوايي ځواک په تېروتنې سره پر خپلو ځواکونو بمبار کړى.
په عین حال په افغانستان کې مېشت نړيوال سوله ساتي ځواکونو (ايساف) هم د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر تایید کړی.

ایساف، د وژل شوو سرتیرو د هویت او د پیښې د کره ځای په اړه څه نه دي ویلي خو په زابل کي تر ډېره امریکایي او رومانیایي سرتیري مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG