د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو پنځه سرتیري وژل شوي دي


په افغانستان کې مېشت نړيوال سوله ساتي ځواکونه (ايساف) د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې؛ دغه پنځه سرتیري د افغانستان په جنوب کې وژل شوي دي.

ایساف، د وژل شوو سرتیرو د هویت او د پیښې د کره ځای په اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG