د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په اړو او مستحقو کسانو خوراکي توکي وويشل شول


د ننګرهار افغاني سرې مياشتې ټولنې په هڅو په جلال اباد ښار کې شپږ سوه اړو او مستحقو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ننګرهار افغاني سرې مياشتې ټولنې په هڅو په جلال اباد ښار کې شپږ سوه اړو او مستحقو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.


د خوراکي توکو دغه مرستې د سعودي ريليف کيمټې له خوا برابرې شوې وې چې په ننګرهار کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا په اړو او مستحقو کورنيو وويشل شوې.
دا چې په دغو مرستو کې کوم توکي شامل دي، په دې اړه د ننګرهار د افغاني سرې مياشتې ټولنې ريس ننګيالي يوسفزي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« دا ټوله مرسته د سعودي ريليف کمېټې له اړخه وه چې افغاني سرې مياشتې ټولنې سره يې د يوه تفاهم له مخې کړې وه. دې کې يوه چينايي کمبله ده، لس کيلو وريجې دي، لس کيلو لوبيا دي، پينځه کيلو بوره ده، يو کيلو چای دی او درې ليتره غوړي دي. نن شپږ سوه کسانو ته دا مواد توزيع کوو.»

ددغو مرستو د تر لاسه کولو لپاره په سلګونه تنه ښځينه او نارينه ورټول شوي ول، دا چې دا مرستې څنګه مستحقو کسانو ته رسيږي، په دې اړه يو تن معذوره مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« زه حضرت غلام يم د قربان زوی يم، بې وسه يم، معذوره يم، عريضه مې کړې وه، د دې عریضې په اساس يې کارت راکړی و، اوس دلته راغلم او مواد يې راکړل.»

يو بل تن يادې مرستې ناکافي ګڼې او تمه څرګندوي چې اړو او مستحقو کسانو سره نورې مرستې هم وشي:

« زما نوم زیارت ګل دی، د چليار ولسوالۍ يم او اوس په جلال اباد ښار کې اوسيږم. دا مواد خو دومره دي هم نه، خو بيا هم زموږ ضرورت پرې حل کيږي، موږ د سرې مياشتې نه منندوی يو.»

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د مرستو د ويشلو پر مهال په ملي سوداګرو غږ وکړو چې خپلې مرستې له اړو او مستحقو کسانو څخه ونه سپموي:

« خوشحاله يم چې نن د خپلو مستحقينو لپاره د سرې مياشتې د کمکونو په سلسله کې يو څه مرسته توزيع کيږي، د دې خلکو ډير حقوق دي پر موږ باندې، ځکه افغانستان جنګ ځپلی دی، د کار زمينه ډیره مساعده نه ده، موږ بايد کوشش وکړو چې د هغو کسانو لپاره چې کارونه نه لري او بې روزګاره دي، مرستې برابرې کړو. زما په ټولو ملي تجارانو او سرمايه دارانو باندې غږ دی چې خپل زکاتونه، خپل صدقات د روژې د مبارکې مياشتې په خاطر باندې راوړي، که دوی غواړي چې مرستې يې په عادلانه توګه توزيع شي، د ولايت مقام يې صحيح رهنمايي کولی شي.»

په ننګرهار کې د افغاني سرې مياشتې تولنې چارواکي وايي چې د سعودي ريليف کميټې له خوا ورسره د ۲۱۰۰ کورنيو لپاره مرستې شوې چې تر شپږ سوه پورې مستحقې کورنۍ يې په خوګياڼو، پچيرو اګام، چپليار، هسکې مينې، بټې کوټ او مومندرې ولسواليو کې ویشلي او پاتې مرستې به هم اړو او مستحقو کورنيو باندې وويشل شي.
XS
SM
MD
LG