د لاسرسي ځای

د مشال راډیو خبریال وايي، چې روزنیز مرکز د کراچۍ له نړۍوال هوايي ډګر سره جوخت دی


کراچۍ کې پر یوه امنیتي روزنیز مرکز باندې وسله والو بیا برید کړی. د مشال راډیو خبریال وايي، په پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې او زیاتوي چې بریدګر تښتېدلې دي. امنیتي روزنیز مرکز د کراچۍ له نړۍوال هوايي ډګر سره جوخت دی.


بلخوا په کراچۍ کې د دوشنبې پر ماښام د حملې ښکار شوې نړۍواله هوایي اډه د سېشنبې سهار د ۷ نورو کسانو مړي موندل شوي دي. چارواکي وایي دغه کسان د اتوار«یکشنبې» پر بېګا د حملې مهال بې درکه شوي ول، چې مړي یې د کراچۍ جناح هسپتال ته رسول شوي دي.

د روغتون ایمرجنسي څانګې مشرې ډاکټرې سېمي جمالي مشال راډیو ته وویل، د ډېرو سوځېدنې له امله د مړو پیژندګلوي ګرانه ده، او ډی این ای تر معاینې وروسته به د دوی په اړه نور مالومات مخې ته راشي.

«نن سهار ۷ نور مړي راوړل شوي دي، د مړو او د دوی د خپلو خپلوانو نمونې مو اخیستي دي او ډی این ای ټیسټ لپاره مو لیږلي دي، ټول مړي ډېر زیات سوزیدلي دي او د دې له امله تر دې دمه د هیڅ یو مړي پیژندګلوي نه ده شوې»

سیمي جمالي زیاته کړه د لسو حمله کونکو مړي هم تېره ورځ هسپتال ته وروړل شوي و چې بیا وروسته دغه مړي د ژغورنې ادارې یخ خانې ته منتقل شوي دي.

چارواکي وایي د ورکو خلکو راویستو په موخه د ژغورنې ادارو د وسله وال پوځ د سرتیرو په مرسته ۲۷ ساعته وروسته دغه مړي راویستلي دي.

د ورکو شویو خلکو خپل خپلوان وایي تراوسه اته کسان بې درکه شوې چې پکې د اووه کسانو مړي موندل شوي او یو تن لاهم ورک دی.

بلخوا د کورنیو چارو مرکزي وزیر چودري نثار تېره شپه په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي برید کوونکو په هوایي میدان کې د ولاړو جهازونو د ویشتلو او په دې کې د ناستو خلکو د یرغمالولو پلان لرلو.

«دوه یا درو الوتکو ته معمولي شان زیان اوښتی دی، بریدګرو چې له ځان سره راکټونه او نوره وسله راوړې وه له هغې ښکاري چې د دوی اساسي مقصد زموږ الوتکې په نښه کول وو. دوی دا نیت لرلو چې دغلته موجود خلک یرغمال کړي، خو زموږ امنیتي سرتېرو مېړانه وکړه او پلان یې ورشنډ کړو»

چودري نثار زیاته کړه په حمله کې د ککړو عناصرو په اړه پلټنې دوام لري.

یاده دې وي د جون پر اتمه نېټه د شپې له خوا وسله والو د کراچۍ په هوایي میدان برید کړی، دغه برید تر پنځه ګنټو اوږد وو. په برید کې د چارواکو په وینا د ۱۰ وسله والو په ګډون ۳۶ کسان وژل شوي دي.

ددې برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.
XS
SM
MD
LG