د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ای اېس ای ستره لوبه


'د پاکستان استخباراتي اداره پر افغان طالب مشرانو نفوذ لري او د دوی بېلا بېلې ډلې په مسلسله توګه په افغانستان کې د غربي ايتلاف پر ضد کاروي.'


د (دي ډپلوميټ) په نوم د يوې برېتانوۍ ورځپاڼې د ليکنې پيل په تېره مارچ مياشت کې په کابل کې پر سرينا هوټل د شوي بريد له يادونې شوی چې وايي ۹ کسان پکې ووژل شول.


له دې پېښې دوه ورځې وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي په يوه بيان کې وويل چې دغه بريد له هېواده د باندې يوې استخباراتي ادارې تنظيم کړی و.

نوموړي څو ورځې وروسته له يوه هندي تېلوېزيون سره په مرکه کې ووويل چې، د ترهګرو روزنه او پالنه په پاکستان کې کيږي، چې همدغلته دوی پناه ځايونه لري.

ليکنه زياتوي، د پاکستان استخباراتي اداره پر افغان طالب مشرانو نفوذ لري او د دوی بېلا بېلې ډلې په مسلسله توګه په افغانستان کې د غربي ايتلاف پر ضد کاروي.

د ليکنې تر مخه، په افغانستان کې د هند زياتېدونکی نفوذ او همداراز له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو وتل، هغه دوه غټې خبرې دي چې په دغه هېواد کې د پاکستاني استخباراتو د پرتشدده کاروايانو سبب شوي دي.

ليکنه وايي، د امريکايي ولسمشر براک اوباما لخوا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو د مهال وېش د اعلان په ترڅ کې په پاکستان کې د هغو خلکو خبرې سمې ثابتې شوې چې ويل به يې، امريکا به افغانستان ته شا کړي او په نتيجه کې به يې پاکستان له ستونزو سره مخامخ کړي.

خو ليکنه زياتوي، پاکستان تل هڅه کړې چې په کابل کې يو کمزوری حکومت وجود ولري.

په ليکنه کې د پاکستان د پخواني پوځي ډيېکټيټر جنرال ضياالحق هغه خبره راخيستل شوې چې خپل يو ملګري جنرال ته يې ويلي وو، افغانستان به پر يوه مناسب درجه حرارت هر وخت يشېدلی ساتې. د ليکنې تر مخه، د پاکستان آی ايس آی د نوموړي هم دا وينا افغانستان پلو د خپلې پالېسۍ مهمه برخه ګرځولې ده.

په ليکنه کې د بريتانيا د دفاع وزارت او همدا راز د ناټو د رپورټونو يادونه شوې ده چې پکې په واضحه توګه ويل شوي چې د پاکستان استخباراتي اداره په سيمه کې د سخت دريځو او ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

خو ليکنه کاږي، کله چې په يوه بل هېواد کې ترورستي فعاليتونه تنظيول د يوه رياست د بهرنۍ تګ لارې اساسي برخه جوړه شي، نو ډېر وخت نه نيسي چې د ترهګرۍ صادرونکی دغه رياست په خپله د ترورستي پېښو ښکار شي.
XS
SM
MD
LG