د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار استناف محکمې ته ننوتي وسله وال ووژل شول


د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وايي، دغو کسانو د ښځو چادرۍ څخه استفاده کړې وه، چې په ډيره لنډه موده کې يې له منځه یوړل:


د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وايي، چې نن شاوخوا درې بجې درې تنه وسله وال،چې په درنو او سپکو وسلو سمبال و، د دې ولایت استناف محکمې ته ورننوتي وو، چې هدف ته له رسیدو وړاندې يې په ډزو ووژل.


نوموړي مشال راډيو ته وویل، دغو کسانو د ښځو چادرۍ څخه استفاده کړې وه، چې په ډيره لنډه موده کې يې له منځه یوړل:

"نن زموږ میړنیو پولیسو هغه درې تنه وسله وال،چې د استناف پر محکمې ورننوتي ول، چې غوښتل يې قاضي صاحبان او ملکي خلک ووژني دې هدف ته پرينښودل او درې واړه يې ختم کړل،دوی نه درې میله کلاشنکوفونه، درې ملابندې او یو تعداد لاسي بمونه هم ترې لاسته راغلي دي او د ملکي خلکو د تلفاتو مخه يې هم ونیوله"

د ننګرهار استناف محکمه د جلال اباد ښار څلورمې ناحه اړوند ده،چې شاوخوا يې عام خلک میشت دي.

د سیمې خلک له امنيتی ځواکونو څخه مننه کوي،چې دوی په ډيرې چټکۍ سره پېښه ختمه کړه او هیڅ ملکي خلکو ته تلفات نه دي اوښتي.

دوی د امنيتي ځواکونو د ستاینې ترڅنګ ترې غوښتنه هم کوي،چې د ټاکنو رانیږدې کیدو سره سم دې خپلې تلاشۍ زیاتې کړي:

"عیني شاهد:موږ ددې پيښې شاهد و،چې دا ځل پولیسو دا پيښه ډير ژر ختمه کړه او ترې مننه کوو،چې ملکي خلکو ته تلفات ونه رسیدل.
عیني شاهد: زه خپله قومندان امنیه نه ډيره مننه کوم،چې خپله يي دا وسله وال ختم کړل او دوی نه مې غوښتنه داده،چې پولیس سمې تلاشۍ نه کوي انتخابات راروان دي دوی باید تلاشۍ زیاتې کړي"

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پيښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي،چې ټاکل شوې ده، د راتلوونکې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې ترسره شي،چې د امنيتی ځواکونو په خبره دوی ټاکنو لپاره پوره چمتوالی نیولی.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG