د لاسرسي ځای

په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې د وسله والو په ډزو کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د سیمې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې د پولیټیکل اېجنټ یو محرر میر عالم هم زخمي شوي دی.

د پولیټیکل محرر عبدالمالک بیا مشال راډیو ته وویل، چې دغه پېښه بیګا هغه وخت وشوه کله چې امنیتي ځواکونو د لټون پر مهال یو ګاړی ودرولو.

د پولټیکل انتظامیې ترمخه، د زخمي شوي چارواکي حالت د اندېښنې وړ دی.
XS
SM
MD
LG